مارچ 7, 2021

د چغندرو څو مهمې روغتیايي ګټې

Advertisements

ژباړه: حمیدالله حمیدي
چغندر چې په دري کې ورته لبلبو وایي، وروستیو څېړنو یې ګڼې ګټې په ګوته کړې دي. د افغانستان په عمده کرنیزو محصولاتو کې راځي، له ښه خوند او رنګ سره سره د روغتیا لپاره هم ګڼې ګټې لري.
چغندر د ويټامین A، B1، ‌B2، ‌B3 پر درلودلو سربېره معدني مواد لکه کلسيم او اوسپنه هم لري.
څېړنو ثابته کړې چې د چغندرو خوړل د زړه د ناروغيو مخه نیسي چې نن سبا په نړۍ کې تر ټولو خطرناکه ناروغي بلل کيږي.
همداراز څېړنو ویلي چې د چغندرو خوړل کولی شي د وینې د لوړ فشار مخه ونیسي او ډاکټران یې د یوه ښه او بې ضرره خوراکي توکي په توګه ناروغانو ته توصیه کړي.
طبي څېړنو دا هم ثابته کړې چې چغندر په لوړه کچه د سرطان له ناروغۍ مخنیوی کوي او د دې کورنۍ ټول بوټي لکه، کرفس، کاهو، شاهي، موشک او د چغندر پاڼې کولی شي د وینې د لوړ فشار مخنیوی وکړي. د فېزیولوژۍ استاد اندرو جونز وایي، په چغندرو کې شته نایټرېټ په بدن کې په نایټرېټ اسیدو بدلېږي چې کولی شي د وینې رګونه پراخ کړي او په اسانۍ سره د بدن ټولو غړو ته پر وخت وینه ورسېږي. ډاکټران دغه راز سپارښتنه کوي، د دې لپاره چې په چغندرو کې شته کیمیاوي او اړین مواد د پخولو پر مهال له منځه ولاړ نه شي سر او رېښې یې باید په چاقو پرې نه شي. هغه کسان چې غواړي تېزه منډه ووهي، له شک پرته چې یوه ځانګړي غذایي رژیم ته اړتیا لري.
چغندر هغه خواړه دي چې په تېرو څو کلونو کې د ورزش کارانو او هغو کسانو پام ور اوښتی چې منډه وهي. څېړنو ثابته کړې ده چې چغندر د ورزشي فعالیتونو په چټک والي او د بدن په ځواکمنتیا کې ګټور ثابت شوي دي.
د ۲۰۱۵ کال یوې څېړنې ثابته کړې ده، هغو کسانو چې د بایسکل د سپرلۍ پر مهال یې ۵۰۰ میلي لېتره د چغندرو اوبه څښلې وې، د هغو پرتله یې ۲۰ سلنه ډېره لار وهلې وه چې د تورو انګورو اوبه یې څښلې وې.
له ورزش مخکې د یو یا دوو ګیلاسه د چغندرو اوبو څښل مو د ورزش لپاره چمتو کوي. هرو مرو یې یو ځل تجربه کړئ. کېدای شي دغه څه ستاسو په اند دومره د پام وړ نه وي، خو په ورزش کې په تېره بیا په منډه وهلو کې ۳ ثانیې هم د ارزښت وړ دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وازرات؛ اووه افغانو مېرمنو ته د زړورتیا جایزه ورکوي

لیکوال: نسیمه محمدي ، کابل - برخه : افغانستان

Advertisements تمه ده د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د زړورو مېرمنو افتخاري جايزه، اووه افغانو ښځو ته ورکوي، چې په ٢٠٢٠م کې يې خلکو ته د خدمت په جريان خپل ژوند له لاسه ورکړى ... نور ولولئ