خواړه روغه سټه

د چغندرو خوړل لوړ فشار راټيټوي او د زړه له ناروغیو مو ژغوري

لیکنه: ياران

ژباړه او زیاتونه: محمد صادق کریمزی

چغندر یو ریښه یي بوټی دی او علمي نوم یې Beta vulgaris) ) دی. د افغانستان د کرنیزو محصولاتو له جملې څخه هغه محصولات دي چې د ښه خوند او رنګ سربیره د ويټامین A، B1، B2، B3 پر درلودلو سربېره معدني مواد لکه کلسيم او اوسپنه، فایبر، فولیټ، منګنیز او پوټاشیم، هم لري چې د روغتیا لپاره هم ډیر ګټور دي.

په همدې تړاو د کاناډا د ګویلف پوهنتون څېړونکو په خپله نوې څيړنه کې موندلې؛ چغندر او یې اوبه د انسان د وینې لوړ فشار ټیټوي، اعصاب پياوړي کوي او د زړه ناروغیو مخنېوی کوي.

یاده څیړنه چې په شلو کسانو ترسره شوې، پکې موندل شوې په چغندرو کې شته نایټرېټ په بدن کې په نایټرېټ اسیدو بدلېږي چې کولی شي د وینې رګونه پراخ کړي او په اسانۍ سره د بدن ټولو غړو ته پر وخت وینه ورسېږي، چې په دې سره د اعصابو د تحرک خطر کمیږي کوم چې د زړه ناروغۍ سبب کیږي.

د څېړونکو په باور، چغندر په لوړه کچه د سرطان له ناروغۍ مخنیوی کوي او د دې کورنۍ ټول بوټي لکه، کرفس، کاهو، شاهي، او د چغندر پاڼې کولی شي د وینې د لوړ فشار مخنیوی وکړي.

د دوی په باور، چغندر د ورزشي فعالیتونو په چټک والي او د بدن په ځواکمنتیا کې هم ډیرګټور ثابت شوي دي.

څېړونکي زیاتوي؛ چغندر په عمده توګه له (87 سلنه)، اوبو (8 سلنه) کاربوهایډریټو (2-3 سلنه) او فایبر څخه تشکیل شوی دی او د چغندر جوس د ګڼ شمېر روغتیايي ګټو سره تړاو لري چې په هغې کې د وینې جریان په تیزوالي کې مرسته کول، د وینې فشار ټیټول او د تمرین فعالیت زیاتول شامل دي چې زیات شمېر روغتیايي ګټو لامل د هغې غیرعضوي نایټریټ کچه ده.

په یوه بله څېړنه کې چې د امریکا د فورېسټ پوهنتون د روغتیايي څېړونکو کړې وه ویلي وو، د چغندر اوبه د زیات عمر لرونکو کسانو ذهن غښتلی او فعاله ساتي او ځوانۍ احساس ورکوي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران