د چاپیریال د ککړتیا د مخنیوي له پاره څه ته اړتیا ده او د پاکوالي ارزښت یې څه دی؟

د خپل چاپیریال د پاک ساتلو له پاره څه باید وکړو؟ کوم کارونه باید وکړو چې د چاپیریال د ککړتیا مخه ونیول شي او د پاک او رنګین چاپیریال درلودلو ارزښت څه دي؟ په دې لیکنه کې به يې په اړه معلومات وړاندې شي.

هغه ځای او هغه ساحه چې موږ په کې ژوند کوو د هغه ځای د شاه او خوا پاک ساتل زموږ مسؤلیت دی او موږ خپل چاپیریال باید پاک وساتو او د ککړتیا مخه یې ونیسو. چاپیریال د چاپیریال د اسېدونکو له امله پاک او ښایسته کېږي هم او د همدې اسېدونکو په واسطه ککړیږي هم نو هر وګړي باید دې دته پام وکړي، چې د چاپیریال د ککړتیا لامل نه شي. زموږ د ټولنې یوه لویه ستونزه دا ده، چې په هېڅ کار کې ځان مسؤل نه ګڼي او د هر کار مسؤل ورته یوازې او یوازې دولت دی، منم چې دولت هم د چاپیریال د پاک ساتنې مسؤلیت لري، خو د دولت تر څنګ ډېر مسؤلیت باید د هغه چاپیریال اوسېدونکي ومني او  پرې نه ږدي، چې چاپیریال یې ککړ شي. که د ښاروالۍ له لارښونو سره سم د چاپیریال هر وګړی د خپل کور کثافات وچ او لانده سره جلا واچوي او هر سهار یې د ښاروالۍ کسانو ته وسپاری، په دې سره به یې هم د ځان ګټه وي او هم به یې له ښاروالۍ سره لازمه همکاري کړي وي. خو زموږ ډېری خلک بیا څه کوي، خپل کثافات یا له کړکۍ څخه کوڅې ته غورځوي او یا یې هم خپلو کوچنیانو ته په لاس ورکړي، چې هر ځای یې وغورځول. چې له امله یې هم کوڅې ککړې شي او هم ټول ځایونه بویونه په سر واخلي. چې دا کار هم د ټولنې د اذار او اذیت سبب کېږي، هم د بېلا بېلو ناروغیو او هم د ښار د ککړتیا لامل کېږي. نو اړینه دا ده چې د ټولنې هر وګړی د چاپیریال په پاک ساتلو کې ځان مسؤل وګڼي او د چاپیریال د ککړتیا لامل نه شي.

په لومړی سر کې د یوه پاک چاپیریال ارزښت په دې کې دی، چې ککړ چاپیریال د بېلابېلو ناروغیو لامل کېږي او که چاپیریال پاک وي؛ د دې ناروغیو مخنیوی کېږي. بل دا چې انسان په روحي او رواني لحاظ دا نه خوښوي، چې په یوه داسې چاپیریال کې ناسته ولاړه ولري، چې هغه دې ککړ وي. ککړ چاپیریال د انسان ذهن ناارامه کوي، ستړی کوونکی تمامېږي. که دا سره پرتله کړو هغه ځای چې پاک، ښکلی او شین وي که ذهن دې څومره ناارامه هم وي، هلته ارامه کېږي او که چېرې ستاسې د اوسېدنې او ناستې ولاړې چاپیریال ککړ وي؛ دا مو په ذهني او فزیکي لحاظ سخت ستړی کوي او ژوند درته ستړکونکی شي. د نورو ناروغیو تر څنګ ککړ چاپیریال د رواني ستونزو لامل هم کېږي. نو د ې له پاره چې له ناروغیو او ستونزو څخه ځان وژغورو او خوشحاله او ارامه ژوند ولرو؛ یوه لاره یې دا هم ده، چې خپل د اسېدو چاپیریال پاک وساتو ښکلا ورکړو، ونې او ښاسته بوتي په خپل چاپیریال کې کښېنوو او خپل چاپیریال ځان ته خپله ښکلی کړو؛ تر څو له ذهني او رواني ناروغیو څخه وژغورل شو.

وروستي مطالب