ليکنه: مدثر دعوت
د هندوستان په کوربتوب د بنګلديش سره د ۳ شل اووريزو لوبو سيريز پايته ورسيدی.
د سيريز لومړۍ لوبه بنګلديش وګټله او وروستۍ ۲ پرلپسې لوبي هندوستان وګټلې.
د هند او بنګلديش ترمنځ دريمه شل اووريزه لوبه تيره شپه ترسره سوه.
د هندوستان لپاره لوبه ځکه جالبه وه چي د لوبي په دويم انينګ کي داسي پريښيده چي لوبه به بنګلديش په اسانۍ سره وګټي ځکه په ۱۲م اوور کي يې ۲ ويکټي تللي وې او ۱۰۶ منډي يې کړي وې خو کله چي شيوام ډوبي په ۸۱ منډو کي د محمدنعيم ويکټ ترلاسه کړه او ورپسې يې مشفق الرحيم وسوځوی د بنګلدیشۍ لوبډلي حالت نازک سو.
په وروستي اوور کي ديپک چاهار د لومړي هندوستاني لوبغاړي په حيث په نړيوال شل اووريز کريکټ کي هيټريک وکړ همدارنګه نوموړي د نړيوال شل اووريز کريکټ د تاريخ تر ټولو غوره توپ اچوونه وکړه.
ديپک چاهار په ۰۳.۰۲ اوورونو کي ۷ منډي ورکړې او ۶ ويکټي يې ترلاسه کړې چي تر ده وړاندي سريلانکايي توپ اچوونکي اجنټا مينديس په ۲۰۱۲ز کال کي د ۸ منډو په مقابل کي د زيمبابوې ۶ لوبغاړي سوځولي وه.
هند او بنګلدیش ترمنځ د وروستۍ لوبي پچه بنګلديش وګټله او د توي اچووني پريکړه يې وکړه.
هند په پوره ۲۰ اوورونو کي د ۵ لوبغاړو په سوځيدو ۱۷۵ منډي هدف وټاکی.
د هندوستان لپاره په توپ اچوونه کي شيکرداون ۱۹، لوکیش راهول ۵۲،منيش پانډې ۲۲ او شرياس اير ۶۲ منډي وکړې.
د بنکلديش لپاره په توپ اچوونه کي سمايا سرکار،مصطفیض الرحمن او شفيع الاسلام دوې دوې ويکټي ترلاسه کړې، همدارنګه الامين حسين يوه ويکټه واخيستله.
د ۱۷۵ منډو هدف په تعقيب بنګلدیشي لوبغاړو تقريبا ښه پيل وکړ خو په وروستيو کي لوبه د کنټرول څخه ووتله.
د بنکلديش لپاره په توپوهنه کي محمدنعيم ۸۱، او محمد ميتون ۲۷ ترټولو ډيري منډي وکړې خو په ۱۹.۰۲ اوورونو کي يې ټوله لوبډله وسوځيده.
د هند لپاره شيوام ډوبي ۳،چاهال يوه او ديپک چاهار ۶ ويکټي واخيستلې.
لوبه د ۳۰ منډو په توپير هندوستان وګټله او د ۳ شل اووريزو لوبو اتلولي يې وګټله.
د لوبي دغوره لوبغاړي او همدارنګه د سيريز د غوره لوبغاړي جايزې ديپک چاهار ته ورکول سوې.
هند او بنګلديش د ۲ ټیسټ لوبو سیريز هم لري چي لومړۍ لوبه يې د رواني مياشتي په ۱۴مه نيټه پيليږي.