د پښتو د داستاني ادبیاتو تکړه او خوږ ژبي لیکوال نصیراحمد احمدي ژوند ته لڼده کتنه

د زړونو لیکوال نصیر احمد احمدي، چې په داستاني ادبیاتو کې د ځانګړي سبک خاوند لیکوال وو او د ده له کیسو او ناولونو سره ټول افغانان ځانګړې مینه لري؛ خو له بده مرغه چې دا خوږ ژبی او تکړه داستان لیکونکی کرونا وبا له موږ څخه واخیست او پښتو ژبه او ادب یې له ښکلي هنر څخه بې برخې شو. نوموړی دا دوه اوونۍ په روغتون کې د کرونا ناروغۍ له امله بستر وه، چې پرون ماښام یې په روغتون کې ساه ورکړه او خپلې ابدي نړۍ ته وکوچېد. د نصیر احمد احمدي مړینه ډېری افغانانو د هیواد او پښتو ادب له پاره یوه لویه ضایع ګڼلې او د نوموړي پر مړینه یې سخته خواشیني څرګنده کړې.
ولسمشر محمد اشرف غني هم د احمدي پر مړینه خواشیني څرګنده کړې، چې له ارګ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې ولسمشر ویلي: نصیر احمد احمدي د پښتو ژبې د بډاینې او په ځانګړي ډول د پښتو ناول لیکنې او کیسه لیکلو په برخه کې یې د قدر وړ هلې ځلې وکړې او ډېر ګټور ناولونه یې ولیکل. نوموړي په خپلو لیکنو کې لوستونکي تعادل او منځلاریتوب او د افغانستان پرمختګ ته رابلل. مړینه یې افغان ولس او پښتو ژبې ته لویه ضایع ده. همدار نګه د افغانستان علومو اکاډمۍ هم د ښاغلي احمدي پرمړینه خواشیني څرګنده کړې، هغه یې د ملي فکر خاوند شخصیت او د داستاني ادبیاتو نامتو لیکوال ګڼلی چې په تول برابر ناولونه او لنډې کیسې یې لیکلي چې مړینه یې پښتو ژبې او ادب ته لویه ضایع ګڼلې کېږي.
د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزرات هم د احمدي پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او د احمدي مړینه یې د معاصرو داستاني ادبیاتو په برخه کې یوه لویه تشه ګڼلې. بر دې سربېره له یاد وزارت څخه د خواشینۍ په پیغام پاڼه کې د یاد وزارت مشرتابه زیاته کړې، چې احمدي په تاریخي ناول لیکنه کې بې جوړې لیکوال وو، هغه په دې وروستیو کې د تاریخي ناول لیکنې لړۍ د هیواد د ملي هویت د ساتنې پر پار پیل کړې وه او په دې برخه کې یې د هیواد پالنې په برخه کې ښه ذهنیت جوړونه وکړه.
همدارنګه په ټولنیزو رسنیو کې ګڼ شمېر افغان لیکوالو او د احمدي د اثارو لوستونکو د نوموړي په مړینه خواشیني څرګنده کړې او د ده مړینه یې د ولس له پاره ضایع کڼلې.
نصیر احمد احمدي د فتح الله احمدي زوی په ۱۳۵۳ لمریز کال د غزني په کرباغ کې زیږیدلی وه، چې د ۱۴۰۰ لمریز کال د چنګاښ پر ۱۹ امه د ۴۷ کلونو په عمر یې د کرونا ناروغۍ له امله ساه ورکړه.
زده کړې یې: نصیر احمد احمدي هم د نورو افغانانو په څیر د زده کړو پیل له جومات کړی. دا لا کوچنی وو، چې د هیواد په سیاسي حالت کې بدلون راغی او د هیواد په ګوټ ګوټ کې حالات ترینګلي شوه، چې خلک یې د خپلو سیمو پریښودو ته اړ کړه، چې په همدې اړو دوړ کې د نصیر احمد احمدي کورنۍ هم د خپلې سیمې پریښودو ته اړه شوه او له خپلې سیمې څخه کابل ته راغله. په کابل کې د حبیبې لیسې ته شامل شو او له دې لیسې څخه یې په لوړو نمرو خپل برلیک تر لاسه کړ. احمدي دا هیله لرله، چې ژر تر ژره لوړې زده کړې پیل کړي، خو حالاتو ورسره یاري ونه کړه. د طالبانو د حکومت پر مهال ایله پر دې بریالی شو، چې د کانکور په ازموینه کې ګډون وکړي. د ازموینې په پایله کې د کندهار پوهنتون د کرنې یا زرعت پوهنځي ته بریالی شو، چې د ځینو ستونزو له کبله یې و نه شوای کړی، چې خپلې زده کړې بشپړې کړي.
نصیر احمد احمدي له کتاب لوستلو سره له ماشومتوبه مینه درلوده او خپل ډېر وخت به یې د ښوونځي په کتابتون کې تېراوه، چې له لوستلو سره دې مینې لیکوالۍ ته وهڅاوه او د افغانستان د معاصر داستاني ادب سر لار شو، نوموړي د لیکوالۍ تر څنګ د خبریالۍ دنده درلوده، چې له ۲۰۰۳ ز کال را په دې خوا یې په کابل کې د بی بي سی په تعلیمي خپرونو د ایډیټر دنده درلوده.
نوموړی په ناول لیکلو او کیسه لیکلو کې د ځانګړي شهرت خاوند لیکوال ګڼل کېده، چې ټولې لیکنې یې بریالی او له شهرت څخه برخمنې دي. ښاغلی احمدي په کمه موده کې ډېر ناولونه ولیکل او هر ناول یې ډېر لوستونکي درلوده، مشهور ناول یې بغدادي پیر دی، چې شپږ ځله چاپ شوی او یو غوره تاریخي ناول ګڼل کېږي، چې نوي نسل ته د غازي امان الله خان کارنامې بیانوي. همدارنګه نوموړي نور تاریخي ناولونه هم لیکلي، چې ټول یې کامیابه ناولونه ګڼل کېږي. احمدي یوازي د داستاني ادبیاتو لیکوال نه وو، بلکې استاد یې هم وو، ما یې له ناولونو او کیسو څخه د ناول لیکنې او کیسه لیکلو په برخه کې ډېر څه زده کړي. د ده د ناولونو او کیسو یوه ځانګړنه دا ده، چې انځورونه په کې په ښه ډول وړاندې شوي او کلیوالي رنګ لري. ښاغلي احمدي ته د ولسمشرۍ مقام له لوري د غوره لیکوال مډل هم ورکړل شوی وه.
احمدي په کمه موده کې تر ۲۵ کتابونو پورې لیکلي دي:
بغدادي پیر، د غڼې ځاله، پټان، خونکار، زرو، جوجو، ټال، نیکه، د اغزن سیم، یوه خبره درته وکړم، بړبوکۍ، رڼا، بوډا او د لېوانو پلونه یې ناولونه دي او د لنډو کیسو تولګې یې بیا د سړه سیلۍ، مینه، د واورې سړی نومېږي. راځئ کیسه ولیکو یې تیوریکي موضوع ده او فلسفه کې تلپاتې پېښې یې بیا ژباړه ده. د غڼې ځاله یې وروستی ناول دی، چې په همدې وختونو کې چاپ شوی. احمدي د پښتو ژبې د داستاني ادبیاتو هغه ځلانده ستوری وه، چې پښتو ژبه د تل له پاره د دې ستوري له رڼا څخه بې برخې شوه.