د پښتون ژغورنې د غورځنګ د پېښور غونډه کې لسګونه زره کسان راټول شوي دي

د پېښور په رینګ روډ د پښتون ژغورنې د غورځنګ تاریخي غونډې ته دا مهال د کوزې پښتونخوا د بیلابیلو سیمو څخه په لسګونو زره پښتانه راټول شوې دي.
د غونډې یو تنظیمونکي یاران ته وویل، د خلکو ګڼه ګوڼه تر هغې څو چنده زیاته ده چې ځايي چارواکو د غونډې تظنیمونکو یې تمه لرله. په فیسبوک کې په ژوندۍ بڼه خپریدونکو ویډیوګانو کې ښکاري چې د لسګونو زرو په شمیر کسان په غونډه کې راټول شوې دي چې ګڼو په کې د منظور احمد پښتین خولۍ پر سر کړي دي.
ویناوال د منظور پښتین په مشرۍ د هغه غورځنګ ملاتړ کوي، چې د پښتنو پر سیمو د روانې ترهګرۍ ختمول، عدالتونو ته د ورکو پښتنو راوستل، او په صحرايي محکمو د وژل شویو پښتنو د قاتلینو محکمه کول غواړي.
په غونډه کې د بیلابیلو ګوندونو غړي او د بیلابیلو نظریو خلک راټول شوي دي.
که څه هم د نشینل عوامي ګوند مشرانو په څرګنده ددې غونډې ملاتړ نه و کړی او خپل غړي یې پرته د دوی له اجازې په دې لویه غونډه کې له ګډون منعه کړي وي. خو ددې ګوند په ګڼ شمیر غړیو په غونډه کې ګډون کړی.
د غونډې یوې ښځینه ویناوالې د پاکستان پوځ تورن کړ چې اویا کاله یې د پښتنو پر سیمو جبر چلولی دی، او اوس په چیک پوسټ خلکو ته یوه ورځ شربت ورکوي او ورته مطالبه مو ومنل شوه.
دې ځوانې ویناوالې ټینګار وکړ چې د پښتنو پر سیمو امن غواړي، نه پر چیک پوسټونو شربت.
د سټیچ د چارو په سنبالښت کې ښځې او سړي دواړه برخه لري او په وینا والو کې د کوزې پښتونخوا مخکښ فعالان او فعالانې شاملې دي.