فبروري 26, 2021

پاکستان په زمبابوې کانې وکړې

د زیمبابوې په کوربه توب د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د ۵ پنځوس اوریزه سیالیو په لړۍ کې د زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلې خلاف څلورمې سیالۍ کې هم بریا خپله کړه.

 د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۵ یو ورځینیو سیالیو لړۍ پیل شوې ده، چې په ۴ ترسره شویو سیالیو کې پاکستان په مسلسل ډول بریاوې، خو زیمبابوې بیا د ماتو لړۍ ته دوام ورکړی دی.

 د دغه سیالیو د پرون ورځ په ورستۍ ترسره شوې سیالۍ کې زیمبابوې یو ځل بیا په ستر توپیر ۲۴۴ منډو سره د پاکستان خلاف ماتې وخوړه.

 د پرون ورځ په سیالۍ کې پاکستانۍ لوبډلې د فخر زمان د غبرګې سلیزې پرمټ زیمبابوې ته د ۴۰۰ منډو ستر هدف ورکړ، چې د پاکستان د کرکټ په تاریخ کې تر ټولو لوړ هدف وشمیرل شو.

د پاکستان لپاره په توپه وهنه کې د پښتون فخر زمان د ۲۱۰ ناسوځیدلو منډو ترڅنګ د امام الحق ۱۱۳ او اصف علي ۵۰ چټکې مڼډې شاملې وې.

 زیمبابوې لوبډلې د غر په څیر د ستر هدف په ترلاسه کولو کې هیلې له وړاندې بایللې وې او د ۱۵۵ منډو جوړلو سره یې ټوله لوبډله وسوځیده.

 د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په روان سیریز کې پاکستان تر ټولو خپل کامیابه سفر ته دوام ورکړی دی، خو زیمبابوې ته ورځ تر بلې بدترینه تمامیږي.