د پښتنو قامي جرګه: پاکستان نه زرګونو وسله وال افغان جګړې ته روان دي

د پېښور په چارسده کې د پښتنو سیاستوالو له لوري په جوړه شوې غونډه کې د افغانستان په اړه د پاکستان پر تګلاره توندې نیوکې شوې دي او زیاته شوې چې له پاکستانه په زرګونو وسله وال افغانستان ته د جګړې لپاره روان دي او پاکستان یې مخنیوی نه کوي.

دغې جرګې ته د ملي عوامي ګوند مشر ایمل ولي خان ویلي، چې افغانستان یو خپلواک هېواد دی او پاکستان باید د دغه هېواد په کورنیو چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي.

هغه زیاته کړې، چې اوسمهال له پاکستان نه په زرګونو ترهګر افغانستان ته د جهاد لپاره استول کېږي او هلته یې اور بل کړی دی.

نوموړي دغه راز ویلي، چې په دې ورځو کې د کرښې له دې غاړې د وسله والو جسدونه وروړل کېږي او هلته یې د پاکستان په ملي بیرغ کې نغاړي او ښه په درناوي خاورو ته سپارل کېږي.

هغه زیاته کړې، چې افغان ځواکونو ته په سپین بولدک کې د پاکستاني ادارو له لوري ګواښونه هم شوي دي.

ایمل ولي خان څرګنده کړې، چې د اشرف غني ماتې به د ټولو پښتنو ماتې وي، ځکه د نوموړي په وینا دا د طالب او غني جګړه نه بلکې د پښتنې خاورې د امن او وحشت جګړه ده.

ایمل ولي خان پاکستان د نورو هېوادونو لاسپوڅی بللی او ټینګار یې کړی دی چې که هر څوک ده ته د پاکستان خپلواکي ثابته کړي نو دی به خپل سیاست ورته پرېږدي.

وروستي مطالب