اپریل 20, 2021

منظور پښتین د پاکستاني پولیسو له لوري نیول شوی

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو تن غړي عبدالله ننګیال ویلي چې پاکستاني پولیسو د دغه غورځنګ مشر منظور پښتین نیولی او ناڅرګند ځای ته یې لېږدولی دی.

نوموړي پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې د منظور د نیول کېدو د ځای او په دې اړه نور جزیات نه لري.

په ورته وخت کې راپورونه وایي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ او د پاکستاني پارلمان غړی محسن داوړ هم د پولیسو له لوري نیول شوی دی.

د پاکستان رسمي سرچینو او د پښتون ژغورنې غورځنګ نورو غړو تر اوسه د دغو دوو مشرانو د نیول کېدو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

په ورته وخت کې راپورنه وایي چې پاکستاني پولیسو په خیبر پښتونخوا کې د هغو زرګونو کسانو مخه نیولې ده چې اسلام اباد کې په یو پراخ لاریون کې د ګډون لپاره دغه ایالت ته روان وو.

دا کسان د هغو څلورو تنکیو ځوانانو د وژنې په غبرګون کې لاریون ته راوتلي وو چې د ډیورنډ فرضي کرښې پورې غاړې ته په مرموز ډول وژل شوي دي.

دغه اعتراض کوونکي چې شمېر یې درې زره کسانو ته رسېده اسلام اباد ته پر لاره بنو ښار ته نږدې یې پاکستاني پولیسو مخه نیولې ده.

په همدې حال کې د پښتون ژغورنې غورځنګ او د پاکستاني پارلمان غړی محسن داوړ هم هغه وخت د پولیسو له لوري نیول شوی دی چې د لاریون کوونکو د درول کېدو ځای ته ور روان و.