فبروري 26, 2021

د پوهانو څو ویناوې چې پراخ هڅوونکي پیغامونه لري!

لیکنه: عبید حسن
ژباړه: آلما افغان
دې ویناو کې مو د څو تنو خبرې راخیسي چې تاسې یې د ډاډ لپاره هره ورځ کولی شئ:
نیپولن هیل
څرنګه یې چې غواړئ له خپل ځان سره مو هماغسې تصور وکړئ، ځکه څه مو چې په فکر کې راتلل یا تصور کول، ډاډه اوسئ ترلاسه کولی یې هم شئ.
نککي کارنیویال
له خپل ځان سره تاییدي مل کړئ، ځکه تاییدول په خپل ځان د باور لرلر او زیاتولو یوه غوره او ګټوره وسیله ده.
هارویکر:
تاسې هره ورځ د هغو کارونو لپاره حل لارو په لټه کې یاست چې ځوروي مو. ځکه داسې مه وایۍ چې تاسې په عذاب یاست، نړۍ به نه وي، بلکې هر انسان همداسې ستونزې او نارامۍ لري، خو مبارزه ورسره کوي.
لوئيس ایل:
په خپل ځان سالمې نیوکې وکړئ، هدف دا دی چې خپلو عیبونو او نیمګړتیاوو ته متوجه اوسئ، ځکه که چیرته بدګړې حل نه کړئ، نو نور خلک ورته متوجه کیدای شي.
دینیس وایټلي:
د بریالیتوب لپاره ځان چمتو کړئ. «په رښتیني ډول د ځان بسیا کولو لپاره، موږ باید په بریالیتوب تمرکز وکړو او زموږ په ژوند کې د ناکامیو او منفي پیښو په اړه بې ځایه فکر هیر کړو.»
پارکر پالر:
نورو سره مرسته وکړئ!
په ځان پام وکړئ. “په ځان پاملرنه هیڅکله د ځان ځانۍ (خودخواهی) عمل نه دی، بلکې دا یوازې یو ښه مدیریت دی.
هریوی فیریتین:
شخصي سرحدونه جوړ کړئ “هیڅکله مه غلې کیږئ، هیڅکله خپل ځان قرباني نه کړئ، دا ومنئ چې هیڅوک ستاسو ژوند نه شي تعریفولی، بلکې تاسو خپله خپل ځان تعریف کړئ.”

کوپټیل؛ په نړیوالو شل اوریزه سیالیو کې زیاتې شپږیزه وهونکی لوبغاړی

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

لیکنه: محمدصابر حمیدي   د نیوزیلنډ د کرکټ ملې لوبډلې پیلیز لوبغاړي مارټین کوپټیل د اسټرالیا په وړاندې لوبه کې په ۵۰ توپونو ۹۷ منډې وکړې، چې ۸ شپږیزې او ۶ بیا څلوریزې شاملې وې. ... نور ولولئ