سپورټ نړیوال کرکټ

د پولارد او براو تر منځ خپل منځي برخورد، کیسه څه ده؟

لیکنه:بهار سمسور

ویسټینډیز هغه نوم چې له دریو بېلابېلو جزیرو څخه جوړ او لوبډله یې هم له همدې دریو برخو تشکیل مومي.

د دې هېواد اکثریت وګړي تور پوستي،خو مینه ناک دي،کریکټ لوبډله یې په نړیواله کچه مشهوره ده،چې لوبغاړو یې د قد و قامت په لوی والي د سترو شپږیزو په وهلو سره کریکټ مینوال پر ځان رامات کړي،همدا علت دی،چې په تجارتي لیګونو کې د ویسټینډیز زیات لوبغاړي لوبیږي او دا لیګونه پرې ښایسته دي.

تاسو به د کیرن پولارد او ډیون براو له نومونو سره بلد وی،دا دواړه د ویسټینډیز مشهور،خو تکړه الرونډران دي،زیاتره وخت په نړیوالو تجارتي لیګونو کې د یو او بل خلاف لوبیږي، خو په لوبغالي کې د لوبو پر وخت د پولارد او براو تر منځه کړه وړه او برخورد ځینو ته د حیرانتیا وړ،خو نورو ته جالب دی.

زیات وخت،کله چې کیران پولارد د خپلې لوبډلې لپاره توپ وهنه کوي،براو ورته توپ اچونکی وي،چې تر منځ یې د توپ له مېس کولو، یا د بال ودرولو(سټاپ کول)یا هم د غټ شاټ په هڅه کې د ناکامیدو پر وخت خبرې تبادله کیږي،خو دا خبرې د دواړو تر منځ د ښو او صمیمانه اړیکو پر بنا وي.


یو وخت هند غوره لیګ کې براو د ګجرات لاینز، خو پولارد د ممبۍ لپاره لوبیده،دا وخت براو توپ مېس کړ،سم د واره کیران پولارد ته نیږدې ورغی او خبرې یې وکړې،دا وخت پولارد بېټ په داسې انداز د براو ککرۍ (سر)ته راوړ لکه شاټ چې وهي،د دې صحنې په لیدو فکر کیده،چې تر منځ یې جنجال پېښ شو،خو کیسه د دواړو تر منځ د ټوکې په توګه رامنځ او تېره شوه.

بله صحنه هم د همدې ای پي اېل وه،په وروستي ۲۰۱۹ کال هند غوره لیګ کې براو د چنای سوپر کېنګز توپ اچونکی او پولارد د ممبۍ انډینز توپ وهونکی و،لوبه روانه وه پولارد په سختو حالاتو کې ممبۍ ته لوبه کوله،براو خلاف یې د شاټ په هڅه کې څلوریزه تر لاسه کړه،چې براو پولارد په څنګ ټېل واهه او خبرې یې وکړې،دا صحنه هم داسې وه،لکه د دوی تر منځ چې څه کیسه پېښه وي،خو د دواړو مسکا هر څه ځواب کړل.

بیا هم د همدې هند غوره لیګ بله لوبه،د ممبۍ/پولارد، چنای/براو تر منځ وه.


براو پولارد په خپل توپ سره وسوځو،چې براو په ډانس او نڅا سره پولارد تر نیمایي لوبغالي بدرګه کړ او پولارد ورته پر خپل بېټ میوزیک غږو،دې ته ورته کیسه په کاناډا لیګ کې هم پېښه وه او خلک یې وخندول.

د کاناډا تجارتي لیګ،دوه اونۍ مخکې پای ته ورسیده،په یوه لوبه کې پولارد د خپلې لوبډلې لپاره نیمه سلیزه جوړه او لوبډلې یې د براو خلاف ۲۱۷ منډې جوړې کړې،په دې لوبه کې براو پولارد په وروستي اور کې وسوځو،چې تر منځ یې اوږده ډرامه تېره شوه،براو هماغسې ویسټینډیزۍ نڅا کوله، خو پولارد ورته خندل، دا د دوی تر منځ د یو بل خلاف وروستی ځل مخ کیدل او داسې کرداد و،چې تماشچیان یې خوشال وساتل.

کیسه څه ده؟


کیرن پولارد او ډیون براو دواړه د ویسټینډیز تکړه لوبغاړي دي،دوی کلونه،کلونه د دې هېواد لپاره یو ځای کریکټ کړی،دوی له کریکټ لوبغالي ورتېر عادی ژوند کې هم د یو بل سره نیږدې اړیکې لري.

مهم ټکی چې د دوی دواړو تر منځ موجود دی،یو بل زغمل،د یو بل استعداد منل او د یو بل شخصیت ته په احترام قایلیدل دي.دوی دا نه ګوري،چې څوک مشر،څوک کشر او څوک خلکو ته محبوب دی،بلکې د یو بل شتون ورته مهم او لوبه ورته مهمه ده.

کیرن پولارد او براو دواړه د ویسټینډیز په ټرینټ ټباګو کې، سیمو ته په جلا والي دې نړۍ ته راغلي او د کریکټ پیل یې له یو ځایه شوی،دوی کریکټ مینوالو ته دا ښایي،چې څنګه یو بل زغمل کیږي او کریکټ لوبه د خوند،تفریح او د یو بل لورینې لپاره کیږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بهار سمسور - خوست کې د یاران ټیم غړی