مارچ 8, 2021

د پوره، پرځای او ښه غږیدلو ۸ اصول

Advertisements

لیکوال: خسرو امیر حسیني
ژباړه: ذبیح الله رحیمزی
دا خو به حتماً منئ هغوی چې زموږ په منځ کې ښه غږېدای شي د هغوی په نسبت چې په دې چاره کې بریالي نه دي، پام ورته ډېر ور اوړي.
جفري دیویدسن یې د (د خبرو د بازارموندنې ساده عامل) په نوم یادوي. هغه د خپل کتاب ( خپل ساز مو خپله وغږوئ) کې وايي: هغوی چې غواړي پرمختګ وکړي باید د خبرو کولو تمرین وکړي.
ښه غږیدل د یو وګړي د شخصیت د بشپړوالي سره ټینګه اړیکه لري. پوره غږېدل، پر ځای غږېدل او ښه غږېدل د یو وګړي ځانګړی امتیاز بلل کېږي. او دې امتیاز د ترلاسه کولو لپاره باید لاندې اصول مراعات شي:
۱ـ د چمتوالي اصل: دیویدسن وايي: د ښه غږېدو لپاره باید ښه تیاری ونیسو. په پیل کې کوښښ وکړئ هغه پېغام چې غواړئ تر اورېدونکو ورسوئ باید په یوه جمله کې لنډیز کړئ. دا کار به د دې لامل شي، څو ستاسې فکرغځونې ته لاره هواره شي.
۲ـ د رشته بندۍ اصل: یوازې دوه یا درې نظریې د خبرو کولو لپاره وټاکئ. که چېرې ډېر نظریات او موخې ولرئ یا یې مطرح کړئ، ډېر احتمال شته چې اورېدونکي دا ټول هېر کړي. د دې لپاره چې ستاسې د خبرو موخې او اصلي ټکي هېر نه شي د خپلو خبرو د رڼايي لپاره له حکایتونو، شعرونو او مثالونو ګټه واخلئ.
۳ـ د حالاتو او حرکاتو اصل: د اغېزمنې وینا او غږېدو لپاره هڅه وکړئ، څو مو څېره او بدن د غړو حرکات درسره مرسته وکړي. مګر له اندازې زیات دا کار هم مه کوئ، ځکه د ګډونوالو پاملرنه به له لاسه ورکړئ.
۴ـ د کلیدي کلماتو اصل: خبرې مو ټولې مه یادښت کوئ، بلکې ذهن ته د راتلو لپاره مهم ټکي یادښت کړئ او د مهمو او کلیدي لغاتونو ګټه واخلئ.
۵ـ د ښکلا ییز پای اصل: د خبرو د یوې ښې او اغېزمنې پای لپاره هڅه وکړئ. دې موخې ته د رسېدو لپاره د خبرو د راټولولو او لنډیز له روش کار واخلئ. هغه حکایات او مثالونه وکاروئ چې د موضوع او ستاسې د خبرو د مهمو ټکو سره اړخ لګوي.
۶ـ د خبرو د موسیقیت اصل: ستاسې غږ باید مناسب وي. نه ډېر لوړ او نه باید ډېر ټيټ شي. همدارنګه د مطلب په وړاندې کولو کې باید نه ډېره چالاکه شئ او نه باید درڅخه سستي وشي.
۷ـ په وړاندیز د باور اصل: د غږیدو د ګټور اغېزمنتیا لپاره باید په خپلو وړاندیزونو او د هغې په ارزښت باید ولرئ.
۸ــ د تجربو د ترلاسه کولو اصل: د خبرو کولو ځواک مو په تجربو سره ښه کېدای شي. په هرې وینا سره تاسې لا غښتلي کېږئ. له ستونزو سره به کم مخ کېږئ او ستاسې د خبرو موخه به ګټوره او ښه روښانه شي.
تاسې غونډې ته د خبرو کولو یا غږېدو وړاندې تمرین ته اړتیا لرئ، خو څنګه؟ د خبرو کولو وړاندې ډېر معلومات لاسته راوړئ. کوښښ وکړئ پوه شئ، څو کسان خبرې کوي، په غونډه کې څومره کسان راټول دي، د دې راټولیدنې وخت څومره دی او د خپرونې د چلوونکي یا انانسر په اړه باید هم پوه شئ.
که چېرې ستاسې وینا د سلایډ ښودونو سره مل وي؛ نو کوښښ وکړئ پروجکتور، لپ ټاپ، فلش او نور وسایل خپله چمتو کړئ او د هغې د سموالي په اړه ځان ډاډه کړئ. همدارنګه د توکو د کارونې او لارښوونو سره ځان بلد او تمرین یې وکړئ.

فرهان یوسفزی: که ملي لوبغاړي ښه وځلیږي، معنوي او مادي مرستې ورسره کوم

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

Advertisements لیکنه: محمدصابر حمیدي   د افغانستان د کرکټ بورډ له لورې په خپره شوې اعلامیه کې راغلې، چې د کرکټ بورډ عمومي رئيس فرهان یوسفزي پرون ماښام د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړو سره چې ... نور ولولئ