د پنټاګون یو چارواکی: ممکن امریکایي پوځیان بېرته افغانستان ته ستانه شي

د امنیت او استخباراتو په برخه کې د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) مرستیال رونالډ مولټاري ویلي چې ممکن امریکایي پوځیان بېرته افغانستان ته وګرځي.

نوموړي د امریکا د استازو جرګې په یوه استماعیه غونډه کې ویلي چې د نوموړي دفتر افغانستان ته د پوځیانو پر احتمالي بېرته تګ کار کوي.

په ورته وخت کې د امریکا د استازو جرګې یو تن غړي او پخواني پوځي مایک والټس هم ټینګار کړی دی چې افغانستان ته د پوځیانو د بېرته ستنېدو ډېر قوي احتمال وجود لري، ځکه د نوموړي په وینا، طالبان لا هم له القاعده ډلې سره اړیکې لري او وېره ده چې دغه ډله به یو ځل بیا پر امریکا برید وکړي.

دا خبر وروسته تر هغه ورکول کېږي چې ولسمشر بایډن په وار وار د افغان جګړې د پای ته رسولو ژمنه کړې ده او پنټاګون هم له افغانستان څخه د خپلو ټولو پوځیانو پر ایستلو بوخت دی.

بلخوا طالبانو د یوې تازه اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دوی د هر هېواد پاتې کېدونکو پوځیانو ته د اشغالګرو په سترګه ګوري او د پاتې کېدو اجازه نه ورکوي.

خبرپاڼې زیاته کړې، د نړیوالو له بشردوستانه مرستو هرکلی کوي خو په هیڅ صورت هم د کوم هیواد پوځي حضور نشي زغملی.

طالبانو دغه راز زیاته کړې چې د ټولو هېوادونو ډیپلوماټیکې استازولۍ خوندي دي او امنیت ساتل یې د افغانانو کار دی خو هیڅ هېواد دې د پوځي حضور هیله نه کوي.

طالبان دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې څو ورځې وړاندې ترکیې ویلي وو چې دوی د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر امنیت ساتلو ته چمتو دي.

فرید هوتک؛ د پاکستان پر وړاندې اعلان شوي نوملړ سره ۸۵ سلنه افغانان موافق دي

by سمیع الله درانی in سپورټ

  د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک په خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، چې د پاکستان پر وړاندې درېیوو یو ورځنیو لوبو ته له اعلان شوې لوبډلې ۸۵ سلنه هېوادوال راضي دي او یاده لوبډله یې وړ ... نور ولولئ