هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
اقتصاد

د پرمختګ لپاره نظم مهم دی، خو ځان څنګه منظم کړو؟

 

لیکنه: علي میرزا
ژباړه: غازي عابد

۱- لږ مصرف کړه او ډیر تولید کړه.بې هدفه مقالې او لیکنه مه لولئ؛ ددې پر ځای خپل باهدفه لیکل وکړئ او یا ګټورې لیکنې، کتابونه او یادښتونه ولولئ. همدا راز د ژوند په نورو برخو کې هم وخت او شتمني همداسې وکاروئ.

یعنې: ۲۰ په سلو کې وخت مو په لګښت او مصرف ولګوئ او ۸۰ سلنه یې په تولید او لاسته راوړونه ولګوئ.

۲- ټلویزیون لږ وګورئ .ډیر ټلویزیون ته کتل دې د وخت وژل دي او دا ستاسې مبتکرانه وړتیا له منځه وړي یعنې خلاقیت درنه اخلي؛ نو غوره ده چې پرته له اړتیا یې ډیر زیات ونه ګورو.

۳- وقفه واخلئ او وګرځئ.که چیرته په یوه ستونزه یا یو کار کې بوخت او ګیر یاست؛ نو غوره ده چې لږ ځنډ واخلئ، بهر لاړشئ او چکر ووهئ. په شنو ځایونو او نورو ارامو ځایونو کې وګرځئ.

۴- له هغو خلکو سره ناسته پاسته وکړئ او ورسره کیښنئ چې هغوی له تاسې هوښيار، پوه او ځیرک دي. له هغوی یې زده کړئ او خپل ستونزې حل کړئ.

۵- نړیواله مطالعه وکړئ. خصوصاً د هغوی مسایلو په اړه ډیره مطالعه وکړئ چې تاسې ورته اړتیا لرئ.

۶- په خپله برخه یا مسلک کې مو ډیره خواري وکړئ. هره ورځ په کې ددې لپاره چې لا ډیر ښه شئ؛ خواري او هڅه وکړئ.

۷- خوب کول.خوب د تازه کیدو او د مغزو د فریش ساتلو لپاره ډیر اړین دی، زه خپله هم د خوب وخت منظم ساتم. نو ضرور ده چې د اوږدمهالي کار لپاره خوب منظم وکړو او له بې خوبۍ تر ډیره ځان وساتوس.

۸- تل هڅه وکړئ نوی مهارت زده کړئ، که دا نوې ژبه، نوې هڅه، نوی ذوق او نور هر څه مناسب وي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */