فبروري 25, 2021

د پخوانیو لوبغاړو ترمنځ د سوله ئیزې نړۍ په نوم کرکټ سیالۍ لغوه شوې

د باامنه نړۍ درلودلو تر عنوان لاندې په هندوستان هېواد کې د پنځه هېوادونو د پخوانیو لوبغاړو کرکټ لوبډلو ترمنځ لوبې د مارچ میاشت په ۷ مه نېټه پیل شوې وې او تمه وه، چې د مارچ میاشت تر ۲۲ مې نېټې پورې غځېدلې وای؛ خو دا لوبې په نیمایي کې کېنسل یا لغوه شوې.
د کرېک انفو وېب پاڼې د راپور له مخې دا لوبې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر لغوه شوې.
دا لوبې د هندوستان په ممبيي او پونه ښارونو کې روانې وې.
هندوستان، اسټرالیا، سریلانکا، ویسټ انډیز او د سویلي افریقا پخواني کرکټ لوبغاړي دې سیالیو کې شامل وې.
سچېن ټېنډولکر، برېټ لي، ټېلی کرټنی دېلشن، برېن لارا او جانټي رودز د لوبډلو لوبډلمشران وو.
هندوستان خپلې دوه لومړۍ لوبې له سریلانکا او ویسټ انډیز څخه ګټلې وې، چې یوه لوبه کې سېواګ د غوره توپ وهنې له امله د لوبې غوره لوبغاړی راغلی و.
له دغو لوبو موخه نړۍ ته د یو سوله ییز ژوند کولو پېغام ورکول وو.
د دې سیالیو موخې

لومړی نړۍ ته امن پېغام ورکول دي، ترڅو هغه خلک چې جنګ خوښوي او د سولې پلوي نه وي، پوه کړل شي، چې جنګ او جګړو کې دا ډول لوبې نشي کیدلی، خوښي نه وي، ویجاړی، وېره او وحشت وي.
بله موخه یې دا وه چې ډېری کرکټ مینوال د تېرو او پخوانیو بهترینه لوبغاړو د لوبو لیدلو ارمانجن وو، چې یو ځل بیا د ۱۹۹۰ کلونو لوبغاړي په لوبغالو کې وګوري او د نړۍ نور کرکټ مینوال یې لوبې د تلویزیونونو له لارې ننداره کړي.
ټېنډولکر، سېواګ، دېلشن، برېئن لارا، برېټلي، جانټي رودز او نور پخواني لوبغاړي د کرکټ نه هېرېدونکې څېرې دي، چې نومونه به یې د پېړیو په موخه کرکټ کې یادېږي او د هېرېدو به نه وي.
بله موخه یې کرکټ سره د خلکو د مینې زیاتېدل او له کرکټ سره پاتې کېدل دي.
له دغو لوبو سره ډېری خلکو پخواني لوبغاړي وپېژندل او په سکرینونو یې ولیدل.
د مارچ میاشت په ۱۴ او ۱۵ مه نېټه نړۍ کې د روغتیا نړیوال سازمان لخوا د هېوادونو کرکټ بورډونو ته احوال ولېږه، چې د ورزشي فعالیتونو څخه لاس پر سر شي او له ګڼې ګوڼې ډډه وکړي.
نو په دې خاطر د افغانستان په ګډون د نړۍ ډېری هېوادونو کې لوبې او نور د ګڼې ګوڼې جوړولو فعالیتونه ځنډول شوي دي، د ورزش برخه باندې ډېر منفي تاثیرات غورځولي دي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*


د شعلې فلم ګبر څوک و؟

لیکوال: مریم صدیقي - برخه : سینما او موسیقي

د هند په سینما کې داسې ډېرې څېرې تېرې شوی، چې تر مړینې وروسته یې هم خلکو ستایلي او تر اوسه د خلکو به زړونو کې ځای لري. یو له دې څېرو څخه امجد خان ... نور ولولئ