د پاکستان پر وړاندې د لوبډلې نوملړ او د خلکو نظریات

 

افغان کرکټ بورډ نږدې یوه اوونۍ وړاندې د پاکستان پر وړاندې درې یو ورځنیو لوبو ته ۱۷ کسیز نوملړ اعلان کړ.

یادې لوبې د کابو ۳۴ ورځې وروسته په سریلانکا کې پیليږي.

په نوملړ کې شامل لوبغاړي؛ حشمت الله شهیدي لوبډلمشر، رحمت زرمتی مرستیال لوبډلمشر، رحمان الله ګربز، ابراهیم ځدران، صدیق اتل، نجیب الله ځدران، اکرام علي خېل، شاهدالله کمال، محمدنبي عیسی خېل، کریم جنت، عظمت الله عمرزی، راشدخان، عبدالرحمن، نوین الحق، مجیب الرحمن، فضل الحق فاروقي او نور احمد لکڼوال دي.

په چمتو یا ریزرف لوبغاړو کې یوسف ځاځی، سلیم ساپی، شرف الدین اشرف او قیس احمد شامل دي.

په دې لوبغاړو کې صدیق اتل، شاهدالله کمال، ابراهیم ځدران، عبدالرحمن بیا ځوان لوبغاړي دي او دا یې تقریباَ لومړۍ نړیوالې لوبې دي، چې د افغان لوبډلې په ګټه یې کوي.

فضل الحق فاروقي، نوراحمد لکڼوال او یوسف ځاځی بیا په چمتو لوبغاړو کې نوي دي.

 

په دې لوبډله د خلکو نظرونه

د کرکټ بورډ پر رسمي فیسبوک پاڼه کې په دې پوسټ چې د پاکستان پر وړاندې یې لوبو ته لوبډله اعلان کړه؛ ډېری هېوادوالو خپل نظرونه ورکړي دي.

ډېرو دا لوبډله ځوانه او مناسبه بللې ده؛ خو ډېرو بیا نیوکه په دې کړې، چې د پاکستان په څېر د یوې ځواکمنې لوبډلې پر وړاندې یې نوي ځوانان چې نسبت مشر لوبغاړو ته کم تجربه دي؛ اعلان کړي دي.

ځېنو ویلي چې دې لوبډله کې ولې شهزاد محمدي ته ځای نه دی ورکړل شوی.

 

د شهزاد محمدي لوبه

شهزاد محمدي چې له لومړي سره افغان لوبډله کې وجود لري، په اوپننګ یا پیل کې یې توپ وهنه د ملا تیر و.

ده به تل د ایرلېنډ، سکاټلېنډ، زِمبابوې، عربي متحده اماراتو، کینیا، بنګله دېش، سریلانکا پر وړاندې ښه پیل کاوه.

لوبه یې لومړیو کې برید کوونکې وه، خو کله چې انضمام الحق د ملي لوبډلې روزونکی شو، نو ده د تېزې لوبې ترڅنګ تخنیکي لوبه هم زده کړه او همغه و، چې په ۲۰۱۸ کې یې په اسیا جام کې د هند په لوبډلې ۱۲۴ منډې وکړې.

له ۲۰۱۴ را پدېخوا یې د نړیوالو لوبډلو پر وړاندې هم لوبه خورا رغوونکې وه.

په ۲۰۱۶ نړیوال شل اوریز جام کې یې د افریقا پر وړاندې برید کوونکې لوبه وکړه، کایل اباټ، ډېل سټین او ځېنې نور بالران یې وټکول؛ خو د کرېس مورېس په توپ بولډ شو.

په ۲۰۱۹ نړیوال جام او له هغې وړاندې په تمریني لوبه کې هم د پاکستان پر وړاندې ښه لوبېده.

خو د ۲۰۱۹ نړیوال جام وروسته یې بیا په لوبډله کې ځای ونه شو او بالاخره د کور شو.

ځېنو ویلي چې اصغر افغان په لوبډله کې نشته، که څه اصغر افغان سل په سلو کې غوره توپوهنه نشوه کولای؛ خو د ځوانو لوبغاړو په مُرال جوړولو او لوبډلمشرۍ کې له حشمت الله شهیدي سره په مرستې کولو کې غوره و.

یو شمېر هېوادوالو د حضرت الله ځاځي نشتون په لوبډله کې تشه بللې ده.

حضرت الله ځاځی یو برید کوونکی توپوهونکی او ښه والی یې په دې کې و، چې اوسمهال فوم کې هم و او د اسیا په پیچونو فسټ بالران ډېر ټکوي؛ نو دا چې پاکستان شاهین افریدی، حسن علي، حارث رووف، محمدحسنین، نسیم شاه، عمران، شهنواز دهاني لري؛ نو د ځاځي شتون مهم و.

په دایره کې د ځاځي برید کوونکې لوبه د لوبډلې لپاره خورا غوره وه.

بل ښه والی یې دې کې و، چې کیڼ لاسی دی او رحمان الله ګربز سره په اوپننګ کې ښه و، چې د پاکستان ډګر ساتنه یې له ستونزو سره مخ کولای شوای.

افتاب عالم چې په فسټ بالېنګ کې ښه تجربه لري په لوبډله کې نه دی اخیستل شوی.

نسبت ځوانو بالرانو ته د افتاب عالم توپ اچونه غوره ده.

دولت ځدران چې هم ډېر تمرینات د پاکستان پر وړاندې لوبو ته وکړل او ځان یې بیخي فېټ باله، یو ځل بیا یې ارمان پاتې شو.

ځېنو هېوادوالو بیا ویلي، چې دا لوبې خو د کینیا پر وړاندې نه دي چې داسې لوبډله یې اعلان کړې.

خو په ټوله کې په تېر کې د هېوادوالو غوښتنې دا وې، چې باید ځوانو لوبغاړو ته وخت ورکړل او دا ځل چې ځوانو لوبغاړو ته وخت ورکړل شوی، بیا هم ځېنې کرکټ څارونکو انتقادونه کړي دي.

 

 

 

وروستي مطالب