د پاکستان لیګ د کویټي ګلډیټرز په بریا سره پيل سو!

سپینه تجريدي ډیزاین

پرون پنجشنبه د پاکستان هیواد د کرکیټ سوپر لیګ یا پي ایس ایل سیالۍ په یو لړ خاصو مراسمو سره راپيل سوې، چي تر مراسمو وروسته په لومړۍ لوبه کي کویټي ګلډیټرز ـ اسلام آباد یونایټیډ ته په ۳ ویکیټو ماته ورکړه.
87020519 10156983271222555 6568727668311719936 o د پاکستان لیګ د کویټي ګلډیټرز په بریا سره پيل سو!
په یاده لوبه کي لومړی اسلام آباد یونایټیډ لوبډلي توپوهنه وکړه. دې لوبډلي د لوبي په ۱۹،۱ آورونو کي د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۸ منډي جوړي کړې او سیالي لوبډلي ته ئې د ۱۶۹ منډو هدف وټاکه.
کله چي کویټه ګلډیټرز ټیم د توپوهني لپاره میدان ته کښته سو، نو د اسلام آباد یونایټیډ له لوري ورکړل سوی هدف ئې د لوبي په ۱۸،۳ آورونو کي د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او په دې سره ئې په ۷ ویکیټو اسلام اباد یونایټیډ ته ماته ورکړه.
3887 1453943 updates د پاکستان لیګ د کویټي ګلډیټرز په بریا سره پيل سو!
د دې لیګ په دوهمه لوبه کي نن غرمه ۱:۳۰ بجه کراچي کینګز او پېښور زلمي لوبډلي یو د بل په وړاندي میدان ته کښته کیږي.
دا د دې لیګ پنځم پړاو دئ، چي ټولي سیالۍ به ئې د بهرنیو هیوادونو پرته په پاکستان کي دننه ترسره سي.
په دې لیګ کي ۶ لوبډلي اسلام آباد یونایټیډ، کراچي کینګز، لاهور قلندرز، ملتان سلطانز، پيښور زلمي او کویټه ګلډیټرز برخه والي دي، چي ټولي لوبډلي به یو د بل په وړاندي سیالۍ ترسره کړي.
د دې لیګ پيل نن د فیبرورۍ میاشتي په ۲۰مه کیږي او د راتلونکي مارچ میاشتي تر ۲۲مي نېټې پوري به دوام وکړي.
د دې لیګ د تېر کال اتلولي کویټې ګلډیټر کرکیټ لوبډلي خپله کړې وه.

About ياران ټیم 3438 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.