د پاکستان لپاره د سچن ټنډولکر لوبه

د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی سچن ټنډولکر، چې د کرکټ په نړۍ کې په ماسټر بلاسټر مین سره مشهور دی او هم یې د کرکټ په تاریخ کې د هندۍ کرکټ ملي لوبډلې لپاره په لوبیدو کې تر ټولو زیاتې ۱۰۰ سلیزې جوړې کړې دي؛ یو وخت د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې لپاره هم لوبیدلی دی.

 ښايي دا خبره تر ډیره تاسو ته د باور وړ نه وي او په اوریدو سره به یې حیران شوي هم یاست، چې څنګه د هندۍ کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی سچن ټنډولکر د پاکستان لپاره لوبیدلی دی او لا تر اوسه ترې څوک خبر هم نه دي.

 خو اصلي خبره دا ده، چې سچن ټنډولکر د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې سره هم یو ځل لوبیدلی دی.

 کیسه څه ده ؟

 په ۱۹۸۷ م کال کې د پاکستان او هندوستان د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ یو تمریناتي سیالي ترسره کیده، چې پکې سچن ټنډولکر د پاکستانۍ لوبډلې سره د فیلډینګ پر مهال د مرستندویه لوبغاړي په حیث ولوبید.

 ټنډولکر د کرکټ په نړۍ کې یو نه هیریدونکی نوم دی، نو ځکه خو یې په اړه له ډیر څه خبریدل خلکو ته مهم دي.

د ژوند د تحول لټون!

by حنیفه مومند ، کابل in بریا او پرمختګ

سهار وختي وو. د لمونځ نه پس مې د خپل کور په حويلۍ دوره وهله. ذهن مې نارامه وو، له ځان سره مې وويل، دا نو څه ژوند دى هره ورځ په يو کار پسې ... نور ولولئ