د پاکستان ليګ په وروستي اوور کې د ۲ افغان لوبغاړو ريکارډ

د پاکستان کریکټ ليګ يو ځل بيا په عربي اماراتو کې پيل سويدی.

سږکال د پاکستان سوپر ليګ شپږم پړاو دی، چې د تېرو کلونو په توپير ډېری افغان لوبغاړي پکښې لوبېږي.

محمدنبي هغه مهال پدې ليګ کې وو چې کله په پاکستان کې لوبو جريان درلودی خو چې دا ليګ د کرونا وېروس له کبله عربي اماراتو ته انتقال سو ، محمدنبي تر شا سو.

نن په دوو لوبو کې څلور افغان لوبغاړي ،مجيب الرحمن،نجيب الله ځدران،رحمن الله ګربز او راشدخان لوبېږي پداسې حال کې چې تېره شپه هم د لاهور قلندرز لوبډلې لوبه وه او راشدخان ورته لوبه وګټله.

اوس راځئ پدې پوه سو، هغه کوم لوبغاړي دي چې د پاکستان په ليګ کې يې د خپلې لوبډلې لپاره په وروستۍ اوور کې ترټولو ډېرې منډې کړي او لوبه يې ګټلې ده.

کله چې په ۲۰۱۶ز کې محمدنبي په پاکستان سوپر ليګ کې د کوټي ګلاډياټورز لوبډلې لخوا واخيستل سو ويې سول کولای چې خپلې لوبډلې ته ښې لوبې ترسره کړي.

د لاهور قلندرز لوبډلې لپاره ډېره مهمه لوبه وه که يې بايللې وای د مخته تګ چانس يې له منځه تلی او په ګټلو سره يې نيمه پايلوبې ته تله خو محمدنبي هماغه لوبه لاهور لوبډلې ته ورنکړه او په وروستي اوور کې يې د کوټي لوبډلې په ګټه پايته ورسوله.

په هماغه لوبه کې په وروستي اوور کې محمدنبي په ۵ توپونو ۱۵ ناسوځيدلې منډي وکړې او لوبه يې وګټله چې د وروستي اوور دا منډي ريکارډ پاته سوې.

د همدې لاهور قلندرز لوبډلې په وړاندې په ۲۰۱۷ز کې د پيښور زلميو لوبه وه چې کيرن پولارد ورته ودرېدی.

کېرن پولارد په وروستي اوور کې د محمدنبي په څېر په ۵ توپونو ۱۵ منډې وکړې او خپله لوبډله يې بريا ته ورسوله.

خو دا ځل بيا لاهور قلندرز لوبډله د ځانه سره غوره الراونډر راشدخان لري او هغه ډول ريکارډونه جوړوي چې مخکې به ددې لوبډلې په وړاندې جوړېدله.

راشدخان په شپږم پړاو پاکستان سوپر ليګ کې تېره شپه د اسلام اباد يونايټيډ لوبډلې په وړاندې د ښې توپ اچوونې ترڅنګ ګټوونکې توپوهنه هم وکړه.

که څه هم د لاهور لوبډلې مينوالو دا فکر کاوه چې لوبه به وبايلي خو راشدخان په دريو څلوريزو او دريو منډو سره په وروستي اوور کې خپله لوبډله بريا ته ورسوله.

محمدنبي،پولارد او راشدخان درې واړو لوبغاړو په وروستي اوور کې ۵ توپونه لوبولي او ۱۵ ناسوځېدلي منډې يې کړي ،خپله لوبډله يې هم بريا ته رسولې پداسې حال کې چې بل لوبغاړي تر اوسه په وروستي اوور کې ددوی په څېر لوبه نده کړې.




وروستي مطالب