د پاکستان لوبډلې په تېرو ۴۷ کلونو کې له انګلستان څخه په انګلستان کې لوبلړۍ نه ده ګټلې

د پاکستان او انګلستان ترمنځ په انګلستان کې د درې یو ورځنیو لوبو لړۍ د پنجشنبې په ورځ په کارډېف سیمه کې پیل شوه.

لومړۍ یو ورځنۍ لوبه انګلستان په ۹ وېکټو وګټله او ثاقب محمود چې د انګلستان ځوان چټک بالر دی، د پاکستان د څلورو لوبغاړو په سوځولو سره د لوبې غوره لوبغاړي جایزه واخیسته.

دویمه لوبه د شنبې په ورځ ماسپښین دوه نیمې بجې کوي.

دا روانه لوبلړۍ د پاکستان لپاره ځکه مهمه ده چې د دې په ګټلو سره به ریکارډ ثبت کړي؛ خو په لومړۍ لوبه کې د پاکستان پښه وښوئیده او ستره ماته یې وخوړه.

د پاکستان کرکټ لوبډلې له ۱۹۷۴ کال راهیسې د انګلستان په خاوره په یو ورځنیو لوبو کې د لوبلړۍ ګټلو بریا نه ده لیدلې او ټولې لوبلړۍ ترې انګلستان ګټلي دي.

که څه هم اوسمهال د انګلستان په لوبډله کې هېڅ پخواني او تکړه لوبغاړي نشته؛ خو بیا یې هم پاکستان مات کړ.

اېوېن مورګن، بېرسټو او عادل رشید د کورونا له امله په لوبډله کې نشي لوبېدلی او لوبډلمشري بېن سټوکس پر غاړه اخیستې ده.

۱۹۷۴ز کې لوبې

په ۱۹۷۴ کال کې پاکستان د دوو یو ورځنیو لوبو لړۍ له انګلستان څخه په انګلستان کې ګټلې وه او له دې وروسته بیا د لوبلړۍ په ګټلو نه دی بریالی شوی.

۴۷ کاله وروسته بېن سټوکس په داسې حال یو ناڅاپي لوبډلمشر اعلان شو، چې هغه لوبغاړي ورسره دي، چې اصلاَ نه پوهېدل چې دوی به ډېر ژر په یو ورځنیو لوبو کې لوبېږي.

لکه ثاقب محمود، لیویس ګریګوري، زاک کرالي، ډېوېډمېلن او داسې نور لوبغاړي.

د پاکستان ورزشي خبریالانو اټکل کاوه چې د انګلستان په لوبډله ډېر زیات تغییرات راغلل، ځکه پاخه لوبغاړي لکه جېسن رای، جوني بېرسټو، ایوین مورګن، جوفرا ارچر، جاس بټلر، عادل رشید، معین علي، کرېس ووکس، مارک ووډ ورسره نشته، پاکستان به وکولای شي، چې ډېره په اسانۍ لوبلړۍ وګټي.

د انګلستان او پاکستان ترمنځ د روانې لوبلړۍ د ګټلو بله ښېګڼه دا ده، چې هره لوبډله یې په ګټلو سره د کرکټ د یو ورځنیو لوبو په سوپر لیګ پړاو کې لس نومرې اخلي او لومړی مقام اخیستلی شي.

خو پاکستان که چېري داسې سیریز درې د صفر پر وړاندې ګټلی وای ۳۰ نومرې یې ترلاسه کولې؛ خو وې یې نشو کولای.

تردې وړاندې ۱۱ یو ورځنیو لوبو سیریزونه انګلستان او پاکستان په انګلستان کې کړي، ۹ انګلستان ګټلي، یو پاکستان ګټلی او یو مساوي شوی.

د بابراعظم ریکارډ د خاورې کېدو په حال کې

که چېري په پاتې دوو لوبو کې د پاکستان اوسنی لوبډلمشر بابراعظم ۱۹۲ منډې وکړي، نو د هاشم امله ریکارډ به مات کړي.

هاشم امله په ۸۱ یو ورځنیو لوبو کې ۴۰۰۰ منډې پوره کړي دي؛ خو بابراعظم په لومړۍ لوبه کې په صفر وسوځېد او پاتې لوبو کې یې هم ستونزې په مخ کې دي.

بابراعظم په ۷۸ یو ورځنیو لوبو کې ۳۸۰۸ منډې کړي دي.

فرید هوتک؛ د پاکستان پر وړاندې اعلان شوي نوملړ سره ۸۵ سلنه افغانان موافق دي

by سمیع الله درانی in سپورټ

  د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک په خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، چې د پاکستان پر وړاندې درېیوو یو ورځنیو لوبو ته له اعلان شوې لوبډلې ۸۵ سلنه هېوادوال راضي دي او یاده لوبډله یې وړ ... نور ولولئ