د پاکستان غوره لیګ سیالیو کې: د کامران اکمل سلیزې پیښور زلمي لوبډله له لویدو وژغورله

د پاکستان د کورني کرکټ «پي اس ایل» ۲۰ اوریزه تجارتي سیالیو کې د تیر کال اتله پیښور زلمي لوبډله د کامران اکمل سلیزې د کور ته تګ پر ځای بل پړاو ته و رسوله.
د دغه ۲۰ اوریزه لیګ په ۲۹ مه سیالۍ کې د لاهور قلندرز لوبډلې د ټورنمنټ په خپلې وروستۍ لوبه کې پيښور زلمي لوبډلې ته د ۱۷۳ منډو هدف ورکړ.
پیښور زلمي لوبډلې د پاکستاني کامران اکمل د برید کوونکې لوبې پرمټ دغه هدف د لوبې په ۱۸ اورونو کې ترلاسه کړ او د ۴ لوبډلو بل پړاو یا مرحلې ته ورسیده.
کامران اکمل په ۶۱ بالونو ۱۰۷ ناسوځیدلې منډې جوړې کړې او پیښور زلمي لوبډلې ته یې بریا ورکړه.
د «PSL» یا پاکستان سوپر لیګ کرکټ تجارتي سیالیو کې دا ځل ۶ لوبډلې ګډونوالې وې، چې پکې ملتان سلطانز او لاهور قلندرز لوبډلې د مخکې تګ څخه بې برخې شوې.

د پاکستان د کورني کرکټ «پي اس ایل» دا ۲۰ اوریزه سیالۍ په پاکستان کې د امنیتي ستونزو له کبله د پاکستان پر ځای په متحده عربي اماراتو کې ترسره کیږي.
تر دې مهاله په ترسره شویو دوه پړاونو کې د لمړي ځل لپاره د اسلام اباد یونایټیډ او د دویم ځل لپاره د پیښور زلمي لوبډلې د اتلولۍ جام خپل کړی دی، خو د دریم ځل اتلولۍ خپلولو په موخه ۴ لوبډلې پیښور زلمي، اسلام اباد یونایټیډ، کویېټه ګلیډ ایټرز او کراچۍ کینګز لوبډلې بخت ازمايي.

ازاده مبارزه؛ احمدولي هوتک د خپلي راتلونکې سیالۍ په اړه خبر ورکړ

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

د افغانستان د ازادي مبارزې تکړه او نامتو لوبغاړی احمدولي هوتک وايي، د روان ۲۰۲۱م کال د راتلونکې مې میاشتې په ۱۴مه نېټه به د اذربایجاني سیال اُرخان وایلیو پر وړاندي ولوبیږي. هوتک پر خپلې ... نور ولولئ