مارچ 8, 2021

د پاکستان سوپر لیګ کې جنجالونه پیل شول

Advertisements

د پاکستان د کورني کرکټ «پي اس ایل» ۲۰ اوریزه تجارتي سیالیو دریم پړاو سیالیو کې د لوبغاړو ترمنځ جنجالونه پیل شوي دي، چې پکې د پیښور زلمي لوبډلې د لوبغاړي وهاب ریاض، د ملتان سلطانز د لوبغاړي احمد شهزاد او د کراچۍ کینګز لوبډلې لوبغاړي محمد عامر ترمنځ لفظي شخړې شوې دي.
د کرکټ نړۍ په مشهوره لیګونو کې وخت ناوخت د مشهوره پیاوړو لوبغاړو ترمنځ یو بل ته د ننګونو په حالت کې لفظي شخړې رامنځ ته کیږي، چې پکې لوبغاړي د لوبې د اصولو د ماتولو له کبله د مختلف ډول مؤیداتو او آن د لوبو د بندیز سره مخ کیږي او هم د لوبغاړو په بد اخلاقۍ سره دلالت کوي.
د کرکټ په ډګر کې ډیر کله د هندوستان او پاکستان د سیالیو د ترسره کیدو پر مهال هم د لوبغاړو ترمنځ لفظي شخړې آن تر فزیکي شخړو رسیدلې دي، چې پکې ډیر کله د هندۍ لوبډلې پخوانی لوبغاړی ګاتم ګمبیر او د پاکستان لخوا عمر اکمل، وهاب ریاض او داسې نور لوبغاړي ښکیل وي.
د پاکستان د کورني کرکټ په روان دریم پړاو سیالیو کې هم پاکستاني لوبغاړي په خپلو کې سره نه دي جوړ او وخت نا وخت یې په سیالۍ کې جنجالونه لیدل کیږي.
د تیرې شپې په سیالۍ کې پاکستانی احمد شهزاد چې د ملتان سلطانز لوبډلې او محمد عامر چې د کراچۍ کینګز لوبډلې لپاره لوبیږي؛ ترمنځ یې لفظي شخړه ترسره شوه، چې پکې یې یو پر بل سترګې را برګې کړې.
په دغه لیګ کې زیات وخت پاکستاني تیز بالران د احمد شهزاد سره په لفظي شخړه کې ښکیليږي، ښآیي دلیل یې دا وي، چې نوموړی د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې برید کوونکی پیلز لوبغاړی دی او ډیر کله چټکه توپ وهنه کوي، چې د بالرانو لپاره بریدګر لوبغاړی هر وخت سر دردی جوړوي.
د «PSL» د پاکستان سوپر لیګ کرکټ تجارتي سیالیو کې دا ځل ۶ لوبډلې لوبیږي، چې ملتان سلطانز لوبډلې پکې د لمړي ځل لپاره ګډون کړی دی.
په ۲۰۱۶ لیګ کې د احمد شهزاد او وهاب ریاض ترمنځ شخړه؛

د پاکستان د کورني کرکټ «پي اس ایل» دا ۲۰ اوریزه سیالۍ په پاکستان کې د امنیتي ستونزو له کبله د پاکستان پر ځای په متحده عربي اماراتو کې ترسره کیږي، خو د تیر دویم پړاو راهیسې د پاکستان کرکټ بورډ چارواکي او حکومت هڅه کوي، چې د دې لیګ وروستۍ سیالۍ په پاکستان کې ترسره کړي.
د معلوماتو له مخې، د دې لیګ د تیر دویم پړاو وروستۍ لوبه د پاکستان په لاهور کې ترسره شوه، خو دا ځل ویل کیږي، چې د ټورنمنټ وروستۍ ۳ مهمې لوبې به د پاکستان په لاهور او کراچۍ کې ترسره شي.
تر دې مهاله په ترسره شویو دوو پړاونو کې د لمړي ځل لپاره د اسلام اباد یونایټیډ او د دویم ځل لپاره د پیښور زلمي لوبډلې د اتلولۍ جام خپل کړی دی.

فرهان یوسفزی: که ملي لوبغاړي ښه وځلیږي، معنوي او مادي مرستې ورسره کوم

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

Advertisements لیکنه: محمدصابر حمیدي   د افغانستان د کرکټ بورډ له لورې په خپره شوې اعلامیه کې راغلې، چې د کرکټ بورډ عمومي رئيس فرهان یوسفزي پرون ماښام د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړو سره چې ... نور ولولئ