د پاکستان د کورنیو چارو وزیر: له موږ پرته د نړۍ دال نشي پخېدای

دپاکستان دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد وایي په افغانستان کې اوس نوو طالبانو سر راپورته کړی او دا هغه طالبان نه دي چې د ټوپک په زور به یې فیصلې کولې.

شیخ رشید په دې وروستیو کې منلې وه چې دطالب مشرانو کورونه په پاکستان کې دي او هغوی زیاتره دپاکستاني روغتونونو څخه خپل علاج کوي.

څېړونکي وایي د افغانستان په هکله د پاکستاني مشرانو دا ډول خبرې د پاکستان دریځ ته زیان رسوي.

شیخ رشید زیاته کړې پاکستان په سیمه کې خپل یو ارزښت لري او“دنړۍ هیڅ یو سپرطاقت مونږ له نظره نه شي غورځولی ځکه چې تر مونږ پرته دهیچا دال نه شي پخیدلی”

هغه وویل ددې سیمې سیاست په بدلیدو دی او د افغان کشالې په اړه چې پخپله افغانان هره پرېکړه کوي هغه به پاکستان ته د منلو وړ وي خو ورسره یې دا هم وویل چې دا اوس په افغانستان کې کوم طالبان راپورته شوي دا نوي طالبان دي او هغه نه دي چې خپلې پرېکړې به یې دټوپک په زور کولې.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان کې د حکومت مخالفو سیاسي ګوندونو مشران او څېړونکي تور لګوي چې د افغان کشالې په لړ کې افغان دولت او نورې نړۍ پاکستان ته شا کړې ده او حتی د امریکا ولسمشر جوبایډن تر اوسه افغانستان څخه د خپلو ځواکونو ویستلو په اړه د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ته یو زنګ هم نه دی وهلی.

خو د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف په دې وروستیو کې ویلي وو” که جوبایډن پاکستان ته زنګ نه وهي،دا یې خپله خوښه ده ،دلته یې هم څوک زنګ ته په تمه نه دي”

تر دې دوه ورځې وړاندې دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم ویلي وو چې د افغانستان د طالبانو جامې به ساده وي خو نور هغوی ډیر هوښیار او ځېرک دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد روانه اوونۍ یو پاکستاني خبریال مبشر لقمان ته ویلي وو چې که دوی افغانستان کې واکمنۍ ته ورسېږي نو پاکستان سره به د ورورګلوۍ اړېکې لري ځکه چې پاکستان خپل دوهم کور ګڼي.

په دغه مرکه کې خبریال مبشر لقمان پرله پسې دطالب ویاند نه پوښتنې کولې چې ایا تاسې هندي چارواکو سره هم تماسونه نیولي دي؟
ذبیح الله مجاهد پخپله ماته ګوډه اردو کې جواب ورکړی و چې د طالبانو هند سره هیڅ رقم تماسونه نشته او پاکستان سره ښې اړېکې غواړي.

بلخوا سپوټنیک په یوه راپور کې د پاکستان د استخباراتي ادارې یا ای ایس ای د مشر له خولې لیکلي چې په افغانستان کې له روان وضعیت اندېښمن دي او هڅه کوي د احتمالي ګواښونو د پېښېدو مخه ونیسي.

نوموړي ویلي چې له افغانستان پاکستان ته د ځینو وسله والو ډلو د اوښتو احتمال شته دی چې له همدې امله دوی امنیتي تدابیر سخت کړي دي.

تر دې وړاندې هم پاکستاني چارواکو ویلي وو چې په افغانستان کې روان وضعیت دوی ته د اندېښنې وړ دی.

پاکستانی لوری داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د سیمې د هېوادونو، امریکا او افغان حکومت په باور دغه هېواد د ترهګرو ډلو ملاتړی دی او په ټوله سیمه کې غواړي د ترهګرۍ او جګړو د پاللو له لارې خپلې موخې تعقیب کړي.

افغان حکومت بیا په ځلونو ویلي چې په افغانستان کې د روانې جګړې تر شا مستقیم پاکستان ولاړ دی او باید پر دغه هېواد نړیوال فشارونه ډېر شي.

فرید هوتک؛ د پاکستان پر وړاندې اعلان شوي نوملړ سره ۸۵ سلنه افغانان موافق دي

by سمیع الله درانی in سپورټ

  د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک په خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، چې د پاکستان پر وړاندې درېیوو یو ورځنیو لوبو ته له اعلان شوې لوبډلې ۸۵ سلنه هېوادوال راضي دي او یاده لوبډله یې وړ ... نور ولولئ