د پاکستان د ښکار کولو په پار د انګلستان پیاوړي لوبغاړي شل اوریزو لوبو ته راوګرځېدل

 

که څه هم په یو ورځنیو لوبو کې د انګلستان د اکاډومیو لوبغاړو پاکستان مات کړ او د پاکستانۍ لوبډلې مُرال کمزوری او پښې یې په رپېدو دي؛ نو اوس یې لاس حالت خراب شو؛ ځکه د انګلستان لوبډلې ته هغه پیاوړي لوبغاړي بېرته راغلل چې تازه په درېیوو یو ورځنیو لوبو کې د پاکستان پر وړاندې نه وو.

په یو ورځنیو لوبو لړۍ کې ډېر ځلېدونکي لوبغاړي چې ښه توپ اچونه یې وکړه، هغه ثاقب محمود، ماټ پارکېنس او لیویس ګریګوري وو، چې دوی اوس په شل اوریز سکواډ کې هم ځای پرځای شوي دي.

د انګلستان د لوبډلې مشر روزونکي سېلور ووډ ویلي، چې د پاکستان پر وړاندې ځوانې لوبډلې خپله پوره وړتیا نندارې ته وړاندې کړه، اوس مو داسې شل اوریزه لوبډله انتخاب کړې، چې لوړه توقع ترې کېدای شي.

لومړۍ شل اوریزه لوبه به د جمعې په ماخستن لس بجې په هیډینګلي سیمه کې ترسره شي.

د انګلستان د شل اوریزو لوبو نوملړ

اېوېن مورګن لوبډلمشر، معین علي، جوني بېرسټو، جېک بال، ټام بېنټن، جاس بټلر، ټام کرن، لیویس ګریګوري، کرېس جورډن، لیام لیوېنګسټن، ثاقب محمود، ډېوېډ ملن، ماټ پارکېنسن، عادل رشید، جېسن رای او ډېوېډ وایلي.

 

د انګلستان او پاکستان شل اوریزو لوبو ریکارډ

دواړه لوبډلې په ۱۸ شل اوریزو لوبو کې مخ شوي دي، چې ۱۱ انګلستان، ۵ پاکستان ګټلي دي، یوه لوبه مساوي شوې یوه لوبه بې پایلې شوې ده.

۹ لوبې په انګلستان کې شوي، چې ۵ انګلستان ګټلي، درې پاکستان ګټلي او یوه بې پایلې شوي دي.

۸ لوبې یې په دوبۍ کې شوي، چې ۵ انګلستان ګټلي، دوه پاکستان ګټلي او یوه مساوي شوې ده.

نو انګلستان په شل اوریزو لوبو کې هم په پاکستان برلاسی دی او کېدای شي درې د صفر پر وړاندې یې رارخصت کړي او د سریلانکا کانه پرې وکړي.