د پاکستاني کريکټ بورډ هلو ځلو پایله ورکړه.

دا چې له ۲۰۰۹ ز کال څخه په پاکستان کې نړیوالې لوبې منع وې او لوبډلو هم زړه نه ښه کاوه، چې پاکستان کې د ناسم امنیتي حالت له امله لوبې وکړي؛ له همغه وخت راهیسې پاکستاني کرکټ بورډ هلې ځلې پیل کړي، چې پاکستان ته نړیوال کرکټ بېرته راوړي.
د پاکستاني کرکټ بورډ هلې ځلې له ۲۰۱۶ ز کال څخه وروسته لا چټکې شوې، ترڅو له نورو هېوادونو کرکټ بورډونو او لوبډلو سره خبرې وکړي او هغوی دېته راضي کړي، چې پاکستان ته د لوبلړیو ترسره کولو او یا هم سوداګریزو لوبو لپاره خپل لوبغاړي راولېږي ترڅو پاکستان ته بېرته نړیوال کرکټ راستون شي.
پاکستاني چارواکو وغوښتل چې په امنیتي لحاظ پاکستان نړیوالو لوبغاړو او لوبډلو ته خوندي ځای ثابت کړي.
د پاکستاني کرکټ بورډ هلو ځلو وکولای شول چې په ۲۰۱۷ ز کال کې د نړۍ یوولس کسیزه غوره کرکټ لوبډله پاکستان ته سفر راوکړي، له هغې وروسته ویسټ انډیز هم پاکستان ته سفر وکړ او تازه په ۲۰۱۹ ز کال کې سریلانکا، هغه لوبډله چې په ۲۰۰۹ ز کال کې پرې مرګونی برید وشو، پاکستان ته راغله او پاکستان کې یې شل اوریزې او ټېسټ لوبې ترسره کړې.
د پاکستاني کرکټ بورډ دوه میاشتینۍ هلې ځلې او د بنګله دېش رضایت
د ۲۰۱۹ ز کال د نومبر او ډېسمبر میاشت کې پاکستاني کرکټ بورډ له بنګله دېشي کرکټ بورډ سره ډېرې لیدنې او خبرې اترې وکړې او بالاخره د پاکستاني کرکټ بورډ دوه میاشتنیو کوښښونو پایله ورکړه او بنګله دېشی کرکټ بورډ یې راضي کړ، چې پاکستان ته د درې شل اوریزو، دوو ټېسټ او یوې یو ورځ
ي په ۲۷ مه نېټه د جمعې په ورځ پایته رسېږي او بیا لومړۍ ټېسټ لوبه د فبروري په ۷ مه نېټه پیلوي، بیا یواځېنۍ یو ورځنۍ لوبه د اپریل په ۷ مه نېټه ترسره کوي او وروستۍ یا دویمه ټېسټ لوبه بیا د اپریل په ۵ مه نېټه پیلوي او په دې ډول پاکستان ته د بنګله دېشۍ لوبډلې اوږود سفر پای ته رسېږي.