مارچ 6, 2021

د پاورلفټینګ لوبي افغان لوبغاړی نړیوال اتل سو!

Advertisements

ليکنه: صابرحميدي
د افغانستان د پاورلفټینګ ملي لوبډلي پخوانی لوبغاړی بهامین رحیمي د سرو زرو مډال وګاټه او په خپل وزن کی ئې د پاورلفټینګ لوبي نړیواله اتلولي خپله کړه.
د وزن پورته کولو نړیوالي لوبي د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو څخه د ۳۵۷ لوبغاړو ترمنځ د روسیې په کوربتوب ترسره سوې، چي افغان لوبغاړي بهامین رحیمي په ۶۷ کیلو ګرام وزن کي لومړی مقام خپل کړی.

د پاورلفټینګ دا نړيوالي لوبي د WPA په نوم د یوې ادارې له لوري مخته وړل کېدې.
په دې سیالیو کي افغان لوبغاړي ۲۲۵ کیلو ګرام وزن په ښه ډول پورته کړ او د ځانګړي سوي کمېټې له لوري ګټونکی اعلان سو.
بهامین رحیمي اوس په روسیه کي لوړي زده کړي کوي او په یادو سیالیو کي ئې د افغانستان په نوم ګډون کړی وو.

رحیمي د تیرو ۱۲ کلنو را پدېخو په کور دننه د وزن پورته کولو او پاورلیفټينګ برخو کي سیالۍ ترسره کړي دي، چي ډېر ځله ئې لومړي مقامونه خپل کړي.
د افغانستان دې تکړه لوبغاړي د روان کال په جولای میاشت کي هم د روسیې په کوربتوب چي کومي لوبي ترسره سوې په خپل وزن کي لومړی مقام خپل کړی وو.

هغه لوبي د ۱۰ هیوادونو ترمنځ ترسره سوې، چي پکښي د یادو ۱۰ هیوادونو څخه ۲۸۹ لوبغاړو ګډون کړی وو.

ډهوني يو ځل بيا د مينوالو په منځ کې

لیکوال: مدثر دعوت - برخه : روغه سټه

Advertisements مهندرا سينګ ډهوني د راتلونکي پړاو هندوستان پريمرليګ لپاره چمتوالی ښودلی دی. نوموړی د چينای ښار ته رسېدلی دی او د مارچ په نهمه نېټه به د خپلو نورو ملګرو سره تمريناتي کمپ پيل ... نور ولولئ