سپورټ وزش او تمرین

د ټینس لوبې پیاوړی لوبغاړی رونېک له اوپن سیالیو بهر شو

اعلان

لبکنه:بهار سمسور

د کاناډا ټینس لوبې پیاوړی لوبغاړی میلوز رونیک د یو اېس اې ،امریکا متحد ایالاتو له اوپن معتبرو ټینس سیالیو وروسته له هغې بهر شو،چې د تمریناتو پر وخت زخمي شو.

د مونټر ماسټر په نوم د یو اېس اې اوپن ټینس دا لوبې هر کال تر سره کیږي،چې د ټینس لوبې تکړه لوبغاړي پکې لوبیږي،خو د کاناډا هېواد دا پیاوړی لوبغاړی میلوز رونیک په پرله پسې ډول د دریم کال لپاره زخمي کيږي او دا چانس له لاسه ورکوي.

رونیک له دې مخکې په فرانس اوپن ټینس لوبو کې هم له ګډون څخه پاتې شو،چې د دې فصل تر پیلیدو وړاندې هم زخمي شو او دا معتبره ټورنمېنټ یې ونه شو لوبولی،خو ممکن د یو اېس اې اوپن ټینس په دې دوهم رونډ کې د رونیک پر ځای کامیل ماکرازا ولوبیږي.

میلوز رونیک د ټینس لوبې په نړیواله کچه ۲۲ تم نمبر تکړه لوبغاړی دی،چې تر ډېره یې د ټینس په نړیوالو لوبو کې ښه ریکارډ ثبت کړی هم دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بهار سمسور - خوست کې د یاران ټیم غړی