سپورټ نړیوال کرکټ

د ټي ټېن لیګ جوړوونکي هيله لري چي یوراج سېنګ به ورسره ولوبیږي.

ليکنه: سميع الله درانی

د ټي ټېن لیګ جوړوونکي هندي کیڼ لاسي الراونډر ته سترګې په لار دي، چې لیګ کې ولوبېږي.

دریم پړاو ټي ټین لیګ به د نومبر له ۱۵ مې نېټې د همدې میاشت تر ۲۴ مې نېټې پورې په شیخ ذاید کرکټ لوبغالي کې پیل شي.

یوراج سېنګ کابو دوه میاشتې وړاندې د هندوستان لپاره له هر ډول کرکټ څخه استعفا وکړه.

د ۳۷ کلن یوراج سېنګ استعفا ډېری کرکټ مینوال خفه کړل، دی هغه لوبغاړی و، چې په ۲۰۰۷ م کال نړیوال شل اوریز جام کې یې په براډ شپږ، شپږیزې ووهلې او له هارشل ګېبز سره یې د ریکارډونو په کتاب کې نوم ثبت کړ.

د هندي لوبغاړو لپاره ترهغې پورې اجازه نشته، چې بهرنیو لیګونوکې ولوبېږي، څو چې یې له هندي کرکټ سره په بشپړه توګه مخه ښه نه وي کړي.

یوراج سېنګ بیا د ګوتو په شمار له هندي لوبغاړو دی، چې ۲۰۱۹ م کال کې یې د هندي کرکټ دا برید مات کړ او د لومړي ځل لپاره د کاناډا په سوداګریز لیګ کې ټورنټو نېشنل لوبډله کې ولوبېد.

نوموړي په خپلې ونډې سره د لیګ بنسټګر خوښ کړل او په ورین تندي یې ورته ښه راغلاست ووایه.

اوس غواړي چې په خپلې هوکړې سره د شیخ ذاید لوبغالي مشر شیخ مخاطیر خوښ کړي او ټي ټېن لیګ کې به یې برخه اخېستل د دې لیګ د مالکانو د زړونو ګټل وي.

د ټي ټېن لیګ اصلي بنسټګر شاجي الملک دی، هغه د لیګ مشر او بنسټګر هم دی.

د ټي ټېن لیګ د بنسټګر په وېنا سږ کال به په دې لیګ کې ۱۶ هندي لوبغاړي ولوبېږي.

۲۰۱۷ م کال کې چې د لس اوریزو لوبو لومړی پړاو و، کېرالا نایټس لوبډلې وګاټه، چې لوبډلمشریې انګلستانی ایئن مورګن و، هغه د ۲۰۱۹ م کال نړیوال پنځوس جام هم په خپله لوبډلمشرۍ کې انګلستان ته وګاټه.

۲۰۱۸ م کال پړاو بیا نارترن وریئرز لوبډلې د ډېرین سمي تر لوبډلمشرۍ لاندې وګاټه او دریم پړاو کې به بیا پښتون، پنجابي لېجېنډز، سندي، مرتا عربینز او نورې لوبډلې هڅې کوي اتلولي وګټي.

تېرو دوو کلونو کې دوه هندیان ظهیرخان او سېواګ په دې لیګ کې لوبېدلي وو.

شاجي الملک د جمعې په ورځ په ممبيي ښارکې و او هلته یې وویل چې مونږ ډاډه یو، یوراج به موافقه کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی