د ټولنې په اصلاح کې د شاعرۍ مثبتې اغېزې

شعر هغه کلام دی، چې یو شاعر خپل احساس او تخیل په ښکلو او هنري الفاظوکې ټولنې ته وړاندې کوي، چې هر شاعر شعر د بېلا بېلو موخو له پاره لیکي او په خپل شعر کې بېلا بېل پیغامونه لري. د شعر ښکلي او هنري الفاظ د خلکو د خوشحالۍ لامل کېږي. دا چې شاعري د ټولنې په اصلاح او سمون کې څه اغېزې لري او ایا شعر د ټولنې په اصلاح کې مثبت رول لري او که نه په دې اړه به په دې لیکنه کې معلومات وړاندې شي.
شاعري پر هنریت سربېره د ټولنې له پاره یو ځانګړی پیغام هم لري، ځینې وخت کېدای شي د ټولنې له پاره یې پیغام مثبت وي او ځینې وخت کېدای شي چې منفي هم وي. شعر په ټولنه کې د خلکو د اصلاح لامل هم کېدای شي او زموږ ډېری شاعرانو شاعري هم د ټولنې د اصلاح پر پار کړې او کوي یې. لکه اوس چې ډېری شاعران د خپل شعر په ژبه جګړه غندي او یوه شومه پدیده یې بولي. تر څو نور ټول له جګړې لاس واخلي، کرکه ترې وکړي. لکه د هیواد تکړه شاعرې شفیقې خپلواک چې ویلي:
جنګ ته مه ځه جنګ کې څه دي؟
د دوه سترګو ړندیده دي
د تندیو ماتېده دي
ډېرو شاعرانو داسې شعرونه ویلي، تر څو دا ټولنه له جنګ کرکه وکړي. هغه کسان چې لږ احساس ولري، اغېز یې هم پرې کړی. بله ستونزه دلته دا ده، چې هنر زموږ په ټولنه کې عام شوی نه دی، که هنر زموږ په ټولنه کې عام شي او وغوړیږي هغه مهال به زموږ په ټولنه کې د اصلاح لامل هم شي. د شعر ژبه نسبت عامو خبرو ته اغېز ښېندونکې ده، نو ځکه یې نسبت عامو خبرو ته پر خلکو اغېز ډېر لیدل کېږي او د ټولنې په اصلاح کې مهم رول لري.
په دې اړه تکړه شاعر او لیکوال استاد اجمل ښکلی وايي:
شاعري او نور هنرونه، اجتماعي علوم او حتی طبیعي علوم ټول په ګډه د ټولنې په اصلاح کې خپل نقش لوبوي دا یوازې شاعري نه دی؛ ځکه دا ټول یو له بل سره اړیکې لري. لکه د تاریخ مسایل، طبیعي علوم، د فلسفې مسایل د ارواپوهنې مسایل او حتی د ساینس مسایل په شاعرۍ کې ځان ښیي په دې خاطر شاعري اغېز لري، ځکه له یوې خوا انسان د خپل ښکلا یزه ذوق د خړوبولو له پاره ضرورت لري. که په یوه ټولنه کې هنر وغوړیږي هغه ټولنه په یوې سوله پالې او سوله خوښې ټولنه باندې بدله شي. هلته بیا د جنګ اغېز کم شي. هغه ټولنه چې تاسې ترې هنر واخلئ هغه په یوې جنګي او متشددې ټولنې باندې بدله شي. چې دا یې ښکلایز اړخ دی. اجتماعي اړخ یې بیا دا دی، چې شاعري خلک فکر کولو ته اړ باسي. د پسرلي صیب شاعري تاسې در واخلئ چې وایي:
هر څه کوو موږ ته وطن ښکلی دی
کب ته وې خوږې د سمندر اوبه
یا د بېلګې په ډول په بل ځای کې وایي:
چې ځې د بل په لاره ته به پاتې یې
ستن به ځان ویستلی وي او تاره ته به پاتې یې
چې دا خلک فکر کولو ته اړ باسي، نو ویلای شو، چې اغېز یې شته او هغه خلک چې ښه شاعري لولي نسبت نورو ته په ټولنیزو مسایلو ښه پوهېږي.
شاعره او لیکواله استاد اریانا حقپاله بیا په دې اړه دا ډول نظر لري:
شعر په خپله یو ډول ظرافت او نازکي ده، چې پر انسان اغېز ښندي؛ نو طبیعي ده چې شاعر او لیکوال هر څه چې و غواړي ژر یا په ځنډ یې د ټولنې پر مغز کې ځایوي. د شعر په ژبه د انسانانو تر منځ د مینې او صمیمیت، ورورولۍ او انسانیت جذبه زیاتېږي. که شاعر وغواړي په ډېره اسانۍ د ټولنۍ رخ بدلوي شي. د نن ورځې ځوانانو تفاوت له پخوانیو ځوانانو سره په بشپړه توګه د لید وړ دی، پر دې تغیر د شعر اغېز له ورایه څرګند دی. دغه اقلیتونه او اغېزمنه هغه وخت ښه ارزوی شو چې د نن شعر له څو کاله پخوا شعر سره پرتله کړو. د دغې پرتلنې په ترڅ کې به دې پایلې ته ورسېږو چې واقعاْ شعر د ټولنې په اصلاح، رغېدا کې څومره اغېز ښندلی شي.
نو که دې او دې ته ورته نورو نظریو ته فکر وکړو، دا به راته څرګنده شي چې شاعري د ټولنې په اصلاح کې مثبت رول لري او شاعر کولای شي، چې یوې ټولنې ته مثبت یا منفي بدلون ورکړي.