فبروري 26, 2021

د کاناډا د تورنټو ښار څو ښکلې او مشهورې سیاحتي سیمې

ژباړه: حمیدالله حمیدي
ټورنټو د کاناډا د اونټاریو ولایت مرکز او د شمالي امریکا تر ټولو ګڼ مېشتی او ګڼ نفوسه ښار دی. دغه ښار د لیدو کتو لپاره بېلا بېل ښکلي ځایونه لري. له دې جملې څخه د CN د برج یادونه کولی شو، چې په ټوله نړۍ کې مشهور دی. ټورنټو ډېره ارامه فضا لري، تاریخي او ښکلي ځایونه چې سیلانیان یې لیدو ته ورځي له یو او بل څخه ډېر لرې نه دي. په دې لیکنه کې مو ددې ښار ځینو هغه ځایونو ته کتنه کړې ده، چې په ورتلو او لیدلو ارزي او نړیوال شهرت لري:
۱- د CN برج

د ټورنټو د ښار تر ټولو مشهور ځای د سي ان برج دی. دغه برج ۵۵۳ کیلومتره لوړوالی لری، چې که کله دغه ښار ته ولاړئ، نو پام مو وي، چې لیدل یې په هېڅ صورت له لاسه ورنه کړئ. په خلکو کې اوس دا یوه اصطلاح ګرځېدلې، هغه کسان چې ټورنټو ته ځي که دغه برج ونه ګوري، نو وایي تا ټورنټو ښار اصلاً لیدلی نه دی. دغه ښکلی برج د ښار په منځ کې موقعیت لري، چې نیږدې د ښار له هره ګوټه ښکاري. خو که لنډ ورشئ، ارو مرو به یې له لیدلو خوند واخلئ.
ددې برج په شاوخوا کې د بېلا بېلو هېوادونو ښکلي رسټورانټونه هم شته، چې کولی شئ د خپلې خوښې یو څاښت ډوډۍ هم پکې نوش جان کړئ. د سي ان برج د ۱۳۷۲ او ۱۳۷۶ کلونو تر منځ جوړ شوی دی، چې د ډېر وخت لپاره یې د لوړې ودانۍ ریکارډ خپل کړی، خو اوس یې بیا دغه رېکارډ له لاسه ورکړی دی، ځکه د نړۍ په ګوټ ګوټ په تېره بیا دوبۍ کې له دې هم لوړ برج جوړ شوی دی.
د سي ان برج لوړه برخه ۴۴۷ متره لوړ والی لري او د (Sky Pod) په نوم یادېږي. که هوا یو څه رڼه وي، له دې ځایه د نیویارک ښار او د نیاګارا ابشارونه هم لیدل کېږي. د دې لپاره چې دې برخې ته یې ځان ورسوئ، نو باید په دوو لېفتونو کې سپاره شئ.
۲- د راجرز سنټر لوبغالی (Rogers Centre)

راجرز سنټر په دې ښار کې تر ټولو لوی لوبغالی دی، چې د سي ان برج ته نیږدې موقعیت لري. دغه لوبغالی داسې جوړښت لري، چې بل هېڅ لوبغالی یې نه لري. سرپټي چت لري، چې په مناسبه اب هوا کې کله کله خلاصېږي. دغه لوبغالی په ۱۹۸۹ کال کې جوړ شوی دی. د راجرز سنټر لوبغالی د زرګونه کسانو د ځایدو ظرفیت لري. په دې لوبغالي کې بېلا بېلې لوبې تر سره کېږي، چې مشهورې یې فوټبال او بیس بال دي.
۳ – د کازا لوما ماڼۍ (Casa Loma)

د کازا لوما ماڼۍ د ټورنټو ښار بل هغه ځای دی، چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه یې خلک لیدو ته ورځي. په اصل کې دغه ماڼۍ د “Sir Henry Pellatt” په نامه د یوه مشهور شتمن لپاره جوړه شوې ده، چې اوس یې نړیوال نوم خپل کړی او په کلني ډول میلیونونه ډالره عواید لري. دغه لویه ماڼۍ ۱۰۰ خونې او لږ تر لږه ۳۶ حمامونه لري. کله چې خلک له دې کلاسیکې ماڼۍ څخه لیدنه کوي، ذهنونه یې پخوانۍ اروپا ته ور ګرځي.
۴- ایتون سنتر (Eaton Center )

ایتون سنټر په ټورنټو ښار کې د خریدارۍ تر ټولو لوی مرکز دی، چې هر ټول څیزونه پکې پیدا کېږي. د دې سوداګریز مرکز تر ټولو لویه ښېګڼه دا ده چې د مترو تم ځایونه خپله د سوداګریز مرکز په منځ کې دي. ددې سوداګریز مرکز د جوړښت بڼه هر کال بدلون کوي او په نوې نوې بڼه جوړېږي، داسې چې په اصلي اسېکلېټ کې یې تغیر نه راځي، خو په ډېکورېشن کې یې نوي نوي بدلونونه رامنځ ته کېږي.
۵- های پارک (High Park)

د های پارک په ټورنټو کې تر ټولو لویه سیمه ده چې په ورځني ډول ګڼ کسان ترې لیدنه کوي او د سهار لخوا پکې ورزش کوي او تازه هوا اخلي. دا پارک په اصل کې د هوواردز په نوم په یوه کس پورې اړوند و، چې په ۱۳۷۳ کال کې په اساسي ډول جوړ شو او له دې وړاندې یوازې د یوه شنه ځنګل په څېر و.
ټورنټو ښار د سیل لپاره ګڼې نورې ودانۍ، تاریخي سیمې او ښکلې منظرې لري چې په لیدلو ارزي.

کوپټیل؛ په نړیوالو شل اوریزه سیالیو کې زیاتې شپږیزه وهونکی لوبغاړی

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

لیکنه: محمدصابر حمیدي   د نیوزیلنډ د کرکټ ملې لوبډلې پیلیز لوبغاړي مارټین کوپټیل د اسټرالیا په وړاندې لوبه کې په ۵۰ توپونو ۹۷ منډې وکړې، چې ۸ شپږیزې او ۶ بیا څلوریزې شاملې وې. ... نور ولولئ