اپریل 11, 2021

د ټنډولکر لور په ګوګل کې د ګېل مېرمن ده

Advertisements

خبريال: مدثر عوت

ګوګل د هندوستان کريکټ پخواني لوبغاړي سچن ټنډولکر لور سارا ټنډولکر د شبمان ګېل مېرمن يادوي.

که تاسو په ګوګل کې د راشدخان د مېرمنې په اړه پلټنه وکړئ نو سمدستي به د انوشکا شرما نوم درته راوړي په داسې حال کې چې هغه د هندي کريکټ لوبډلې د لوبډلمشر ويرات کوهلي مېرمن ده.خو اوس په ټولنيزو رسنيو کې يوه بله موضوع ګرمه ده،هغه داچې که د کلکتې نائټ رايډرز لوبډلې د توپوهونکې شبمان ګېل د مېرمنې په اړه ګوګل وپلټئ نو حتمي به د سارا ټنډولکر چې د سچن ټنډولکر لور ده نوم به يې درته راولي.

اصلي کيسه داده:د روان ای پي ايل ليګ په دوران کې چې کلکته او ممبی سره مخ سولې نو تر لوبې وروسته شبمان ګېل خپل انځور پر انسټاګرام خپور کړی وو چې سارا ورته د زړه په ایموج سره د ښې ډګر ساتنې مبارکي ويلې وه،ګېل ورپسې ژر ځواب ورکړی وو.تر دې وړاندې هم دوی دواړو د يوې موضوع په اړه يو ډول پوسټونه کړي وه چې د ګوګل توجه يې ځانته جلب کړې ده او اوس ګوګل ګنګس دی چې سارا او ګېل لکه چې د خاوند او مېرمنې اړيکه سره لري پداسې حال کې چې دواړه مجردان دي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي