د ټرامپ لومړۍ مېرمن د ۷۳ کالو په عمر ومړه

 

د امریکایي رسنیو په حواله، ایوانا ټرامپ د متحده ایالاتو نیویارک منهتن کې په خپل کور کې مړه موندل  شوې ده.

ایوانا ټرامپ د ډونالډ ټرامپ سره ۱۵ کاله ګډ ژوند تېر کړ چې ثمره یې درې اولادونه ډونالډ جونیور، ایوانکا او اریک ټرامپ دي دي.

ښاغلي ټرامپ د نوموړې د مړینې په غبرګوم کې لیکلي: ”هغه یوه ښایسته، حیرانوونکې او په زړه پورې ښځه وه، چې ستر او الهام ورکوونکی ژوند یې تېر کړ. ”

د ایوانا لور ایوانکا ټرامپ هم د خپلې مور د مړینې خبر تاییدوي او لیکلي یې دي:

” نشتون به تل ځورونکی وي، یاد به یې تل په زړه کې ساتم.”

د نیویارک پلیسو د نوموړې د مړینې علت ته اشاره نه ده کړې او د نوموړې مړی یې د کور په زینو کې پروت موندلی دی.

هېره دې نه وي چې ټرامپ د ایوانا دویم خاوند و. دوی په ۱۹۹۲م کې له یو بل جلا شول.