د يوې ښځې/نجلۍ د ميئنتوب اته نښې

ډېری نارينه د دې په لټه کې دي چې پوه شي هغه ته نږدې ښځه/نجلۍ ورباندې میئنه ده او که نه؟ د دې لپاره چې د ښځينه او نارينه وو ځانګړنې توپیر لري نارينه نه شي کولای چې په اسانۍ سره مېرمنې درک کړي او په دې پوه شي چې له هغې ښځې/نجلۍ سره چې دی مینه لري ايا هغه هم ورسره مينه لري او که نه؟

په معمولي ډول هر میئن انسان ځانته ځانګړې ځانګړنې او کړنې لري چې د هغو ځانګړنو په لیدلو او د ځينو ځانګړو کړنو په لیدلو یې موږ پوهېدلای شو چې ایا دغه کس له موږ سره مينه لري او که نه؟

که چېرې یوه ښځه له نارينه سره مینه ولري، د ښځې ميئنتوب نارينه ته دا جرأت ورکوي چې هغه په اسانۍ سره اړيکه ورسره مخ ته يوسي.

د نارينه وو له نظره کله چې له يوې ښځينه سره د مینې چلند کوي هغه ډېری وخت د مینې د څرګندولو نه انکار کوي، دا ځکه چې ښځينه لا په دې نه پوهېږي چې رښتیا هم له يوه نارينه سره مینه لري او که نه؟ نارينه په دې ښه پوهېږي چې د خبرو په واسطه د ښځينه وو مینه نه شي ښکاره کولای ځکه هغوی تل انکار کوي، له همدې امله نارينه غواړي چې د ښځينه وو د کړنو پر مټ د هغوی ميئنتوب ښکاره کړي.

په ښځينه او نارينه وو کې د میئنتوب ځانګړنې توپیر کوي، په نننۍ لیکنه کې غواړو تاسو ته د ميئنو ښځينه وو د ځانګړنو په اړه معلومات درکړو، ملتیا مو وکړئ!

لومړی: هر چېرې له تاسو سره وي

کېدای شي دې ته مو پام شوی وي هغه ښځينه چې له تاسو سره مينه لري په هر ځای کې ستاسو د سترګو پر وړاندې وي او په اتفاقي بڼه هر چېرته چې تاسې واوسئ هغه هم هلته پيدا کېږي. کېدای شي دا پېښه تاسو ته په کور، د کور نه باندې او يا په کاري ساحه کې در پېښه شي.

ښځينه غواړي چې د هغه کس پاملرنه ځانته واړوي چې هغه ورسره مینه لري له همدې امله هر چېرته چې تاسو و اوسېږئ هغه هم هلته ځان رسوي. ډېری نارينه د ښځينه وو په دغې ځانګړنې نه پوهېږي له همدې امله ډېر وخت د خپل ژوند غوره چانسونه له لاسه ورکوي. ځکه چې په ميئنتوب کې ښځينه په غیر مستقیم ډول او نارينه په مستقیم ډول عمل کوي.

ښځينه غواړي چې نارينه لومړی خپله مینه څرګنده کړي، له همدې امله ډېر وخت چپ پاتې کېږي او نه شي کولای چې تاسو ته خپله مینه څرګنده کړي. نو که چېرې ستاسو په شاوخوا کې داسې ښځه/نجلۍ ژوند کوي چې هر وخت او هر چېرې له تاسو سره او ستاسو د نظر وړاندې وي هغه له تاسو سره مينه لري.

دویم: ځانګړې کړنې ترسره کوي

د پخوانیو يوه مشهوره جمله ده چې وايي “بدن دروغ نه وايي” دا په دې معنا کله چې يوه ښځينه له تاسو سره مينه لري که په خولې خپله مینه څرګنده نه کړي د بدن د حرکاتو پر مټ چې ډېری وخت دغه حرکتونه اختیاري نه وي ترسره کوي. ډېری وخت ښځينه ستاسو د بدن کړنې هم کاپي کوي، د بېلګې په توګه کله چې تاسو خپل لاس پر مېز ږدئ هغه هم خپل لاس پر مېز ږدي.

که په ورته ځانګړنې کومه ښځينه ستاسو شاوخوا ژوند کوئ نوه پوه شئ چې هغه د واده لپاره تاسو ته شین څراغ ښيي او راضي ده.

درېیم: هغه تل ستا لپاره وزګاره وي

د مینې تر ټولو غوره قانون‌ همدا دی، هغه ښځه چې غواړي له تاسو سره باندې لاړه شي او له تاسو سره اړيکه ولري هر کله چې تاسو ورته د باندې تګ ووايئ هغه چمتو کېږي. يا هم کله چې ورته زنګ وهئ او يا مسج کوئ ډېر ژر ستاسو زنګ او مسج ته ځواب ورکوي.

که ستاسو له خوا ټاکل شوې نجلۍ دا ځانګړنه لري، نو پوه شئ هغه له تاسو سره د زړه نه مينه لري.

څلورم: ستاسو په اړه څېړنې کوي

هغه ښځینه چې له تاسو سره مینه لري هڅه کوي چې ستاسو په ټولو ځانګړنو پوه شي د بېلګې په توګه څه مو خوښېږي؟ کورنۍ مو څوک ده؟ او همداسې د زرو نورو پوښتنو ځواب پیدا کوي خو هغه ستاسو له مرستې پرته د دغو پوښتنو ځواب نه شي موندلی نو ځکه تل له تاسو نه دا ډول پوښتنې کوي، نو که چېرې تاسو ته نږدې ښځه/نجلۍ له تاسو نه دا ډول پوښتنې کوئ په دې پوه شئ چې له تاسو سره مینه لري.

پينځم: ستاسو د مالي وضیعت په اړه فکر کوي

هغه ښځينه چې له تاسو سره مينه لري غواړي په راتلونکي کې له تاسو سره واده وکړي او ستاسو مېرمن شي نو هغه هڅه کوي چې د خپل راتلونکي خاوند په مالي چارو پوه شي، له همدې امله کېدای شي له تاسو نه وپوښتي، څه کار کوئ؟ کور مو چېرته او څنګه دی؟ موټر دې کوم ماډل دی؟ که ستاسو ځوابونه د هغې د خوښې وړ وي او که نه د هغې په مينه کې څه توپیر نه راځي نو سم ځواب ورکړئ او پوه شئ چې دا ښځه/نجلۍ له تاسو سره مينه لري.

شپږم: د راتلونکي په اړه خبرې کوي

که يوه ښځينه له تاسو سره مينه ولري تل له تاسو سره د خپل راتلونکي په اړه غږېږي ځکه هغه غواړي په خبرو خبرو کې تاسو پوه کړي چې څه ډول ژوند غواړي او خپلې وړتیاوې در وښيي.

د بېلګې په توګه هغه له تاسو نه ستاسو د راتلونکو پلانونو په اړه پوښتنې کوي او بحث اوږدوي، دا ډول ښځينه په رښتيا هم له تاسو سره مینه لري.

اووم: هغه تلواري وي

که يوه ښځينه په رښتيا هم له تاسو سره مینه ولري هغه به ستاسو شاوخوا ته وي او بې‌قراره به وي. په ځانګړي ډول هغه وخت چې هغې ته پام نه کوئ. هغه هڅه کوي چې خپل‌ځان ستاسو په سترګو کې ښه ښکاره کړي له همدې امله هغه تل ستاسو پر وړاندې مثبتې کړنې ترسره کوي خو کله چې ستاسو پام ورته نه وي هغه بې‌قراره کېږي. نو که په شاوخوا کې مو داسې ښځه/نجلۍ وي، نو پوه شئ چې هغه له تاسو سره د واده اراده لري.

اتم: ستاسو د شاوخوا ښځينه وو سره حسادت کوي

کله چې يوه ښځینه له تاسو سره مينه ولري هغه هڅه کوي چې له تاسو نه ساتنه وکړي، په ځانګړي ډول له نورو ښځو نه ستاسو ساتنه وکړي له همدې امله له تاسو سره حسادت کوي.

نو که چېرې مو له نورو ښځو سره خبرې کولې او هغې حسادت کاوه نو پوه شئ چې هغه له تاسو سره مینه لري او غواړي له تاسو سره واده وکړي.

دا خبره عادي ده او د هرې ښځې په زړه کې د هغې د مېړه لپاره حسادت شتون لري او نه غواړي چې د خاوند شاوخوا ته یې نورې ښځې ژوند وکړي.

پورتنۍ نښې د يوې ميئنې ښځې نښې دي خو که چېرې په يوې ښځې کې د پورتنیو نښو يوازې يوه يا دوې نښې شتون ولري هغه ميئنه نه ده، ځکه ډېری ښځې له نارينه وو سره ژر صمیمیت غوره کوي خو له هغوی سره مينه نه کوي.

خو که پورتنۍ ټولې او يا ډېرې نښې ولري نو پوه شئ چې هغه له تاسو سره مينه لري.

وروستي مطالب