اپریل 23, 2021

د ویښتو له پاره د الویرا ګټې

ډېری کسان د ویښتو له بېلا بېلو ستونزو سره مخ وي، چې د ځینو سر بخار لري، ځینې بیا د ویښتو له ډېر غوړوالي او ځینې نور بیا د ویښتو له تویدو او کمزورتیا څخه ځوریږي. تر ډېره ځوانان له دې ستونزو سره لاس او ګریوان وي او له دې ستونزو څخه ځوریږي.

دا چې څه ډول باید له دې ستونزو څخه ځان و ژغور، چې سر مو بخار و نه کړي او ښکلي ویښته ولرو څه باید وکړو په دې اړه په دې لیکنه کې معلومات تر لاسه کړئ.

 

۱:ـ د ویښتو له پاره د الویرا ځانګړنې:

الویرا د نورو ګټو تر څنګ د ویښتو له پاره هم ګټوره ماده ده.
د دې کار له پاره باید د الویرا له پاڼې څخه ژیل یا د الویرا د پاڼې د منځ اوبه را وباسئ او په خپل سر او ویښتو یې ووهئ او بیا یې په یخ ماتو اوبو او شامپو سره ومینځئ.
که دا کار په دومداره توګه وکړئ، دا کار ستاسې د پیاوړتیا لامل کېږي.

۲:ـ د الویر ګټې د سر د پوستکي د بخار له پاره:

کله چې ستاسې سر بخار کوي او پوستکی اچوي، د سر د پوستکي د التهابي کېدو او بخار له پاره له الویرا څخه کار واخلئ.

هغه څېړنې چې ۱۹۹۸ کې ترسره شوي، دا یې ثابته کړې چې د الویرا پاڼې د غوړو د تېزابو لرونکې دي، چې د التهاب ضد ځانګړتیا په درلودلو سره د سر د پوستکي د پوستکي اچولو او بخار د جوړیدو یا له منځه تلو لامل کېږي.

۳:ـ هغه ویښته چې له حده ‌ډېر غوړ وي الویرا ورته ګټوره ده:
که تاسې د ویښتو د غوړیو د له منځه وړلو له پاره ټولې شامپوګانې او نور مواد کارولي وي او ستاسې ویښتو ته یې کومه ګټه نه وي کړي سره له دې چې کټه یې نه وي کړي بلکې ستاسې ویښتو ته یې زیان هم رسولی وي، په دې صورت کې یوه اسانه لاره شته چې په کارولو سره یې ستاسې ویښتو ته ګټه رسېږي او د دې تر څنګ ستاسې ویښتو ته کوم زیان هم نه لري، چې هغه الویرا ده.

۴:ـ الویرا د فولیکولونو په درلودو سره د دې وړتیا لري، چې د ویښتو غوړي له منځه یوسي چې دا د ویښتو ریښې ته کوم زیان هم نه لري.

۵:ـ الویرا ستاسې د ویښتو د ودې د تحریکېدو او قوي کېدو لامل کېږي:

څرنګه چې الویرا د پوستکې د ساتونکي دنده لري او له بېلا بېلو لارو څخه د پوستکي ساتنه کوي، دا حیرانونکې ماده ویښتو ته هم ډېره ګټه لري.

۶:ـ هغه ویټامینونه لکه: B12، E، A او C چې د الویرا په ژل کې دي، د ویښتو د پیاوړتیا لامل کېږي او ستاسې ویښته له ماتېدو او ریزش څخه ژغوري.

۷:ـ څرنګه چې الویرا سړه ځانګړنه لري، چې د لمر له وړانګو څخه د ویښتو ساتنه کوي.

۸:ـ کله چې تاسې د سر د پوستکي په یوه برخه د الویر ژل ووهئ، په هغه برخه کې د وینې جریان له سره چتکتیا پیدا کوي، چې دا د وینې چتکتیا د ویښتو د محرک د تحریکېدو لامل کېږي.

هغه کسانو چې دا ماده د سر په پوستکي وهلې، هغوی دا دعوه لري، چې الویرا یې د ویښتو د قوي کېدو لامل شوې ده.

وروستي مطالب