د ویټامین سي شتمن الوبالو روغتیا ته ۹ ګټې

ژباړه: مریم محمدي
آللبانو (آلوبالو) چې د ویټامین سي شتمنه میوه ده، د ډيرو ګټورو موادو سربیره بې شمیره روغتیایي ګټې له ځان سره لري. ځیني موږ درته دلته وایو:
۱- آلبالو اشتها راولي، ډاکتران هغه کسانو ته چې اشتها نه لري او تل د بې انرژيتوب نه شکایت کوي، وايي هغوی دې له ډوډۍ ۲۰ دقیقې مخکې لږ تر لږه ۵ دانې آلبالو وخوړي.
۲ – آلبالو خوړل د وینې غوړ، د وینې فشار او د شکر په کمیدو کې رول لري.
۳- آلبالو تنده له منځه وړي، هغه خلک چې په ګرمو سیمو کې ژوند کوي، یا هم هغه کسان چې د داوامدارې تندې احساس لري، هغو ته آلبالو یا هم اوبه یې ډیره ګټه لري.
۴ – آلوبالو کې شته ګټور مواد د ځیګر، تریخې او بډوډې تیږې لپاره طبیي درمل دي.
۵ – آلبالو معدې ته ګټه لري، که چیرې د میوو په لیست کې مو اونۍ کې درې ځلي آلبالو ته ځای ورکړئ، د معدې له دوامداره درد، ګاز او مکروب نه به خلاص اوسئ.
۶ د آلبالو خوړل په خیټې کې د وازګو له زیاتیدو نه مخنیوی کوي.
۷- آلبالو سترس له منځه وړي، اعصاب ارموي، انسان زړه خوشاله ساتي.
۸ – آلبالو هغه میوه ده چې نورو نارغیو درملنې ترڅنګ د زړه ناروغي او روماتیزم ته فوق‌العاده ګټه لري.
۹- هغه میرمنې او پیغلې چې د مخ ښکلا پسې ګرځي، د آلبالو په خوړلو سره یې د مخ ګونځي، داغونه او دانې له منځه، چې په نتیجه کې یې د مخ پوستکی له پخوا څو برابره صفا او ښکلا یې زیاتیږي.