مارچ 8, 2021

د ویسټ انډيز سره ټيسټ لوبي ته افغان کرکیټ بورډ لوبډله اعلان کړه.

Advertisements

ليکنه: صابرحميدي
د افغانستان او ویسټ انډیز کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د رواني نومبر میاشتي له ۲۷مي بیا د راتلونکي ډیسمبر میاشتي تر لومړۍ نېټې پوري یوازینۍ ټیسټ لوبه ترسره کیږي، چي افغان کرکیټ بورډ ورته پرون دوشنبه ۱۵ کسیزه ټيم اعلان کړ.
د افغانستان کرکیټ بورډ وايي یادي ۱۵ کسیزه لوبډله کي راشد خان لوبډلمشر او پاته لوبغاړي اصغر افغان، احسان الله جنت، ابراهیم ځدران، جاوید احمدي، رحمت شاه، کریم جنت، قیس احمد، اکرام علي خېل، افسر ځاځی، ناصر جمال، ظاهر خان، یمین احمدزی، حمزه هوتک او نجات مسعود دي.
د کرکیټ بورډ پر رسمي فیسبوک پاڼه په خپرې سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي سید شېرزاد او حمشت الله شهیدي د ټپونو له امله په یاده لوبډله کي ندي اخیستل سوي.
د افغانستان او ویسټ انډيز کرکیټ ملي ټیمونو ترمنځ دا ټیسټ لوبه د افغانستان په کوربتوب د هند هیواد په لکنو ښار کي ترسره کیږي.
د افغان او ویسټ انډیز لوبډلو ترمنځ تر دې مخکي یوه تمریناتي ټیسټ لوبه ترسره سوه، چي هغه مساوي پای ته ورسېده.
تر یادي ټیسټ لوبي بیا مخکي درې یو ورځنۍ او درې بیا شل آوریزه سیالۍ ترسره سوې، چي د یو ورځینو لوبو لړۍ ویسټ انډیز، خو د شل آوریزه سیالیو لړۍ بیا افغانانو خپله کړه.

د ۱۹ کلنو لوبډله باید څه ډول وي؟ هغه څه چې لوبغاړي باید ورته پام وکړي

لیکوال: سپورټ یاران - برخه : سپورټ

Advertisements افغان کرکټ بورډ د نولس کلنو کرکټ لوبډله جوړوي او دا لوبډله به لومړی سفر هندوستان کوي او هلته د بنګله دېش کرکټ لوبډلې سره لوبې لري. افغان کرکټ بورډ وايي، د دې لوبډلې ... نور ولولئ