سپورټ نړیوال کرکټ

د ویرات کولي نا خوښه روزونکی یو ځل بیا د هندۍ لوبډلې روزونکی شو.

ليکنه: سميع الله درانی

ریوي شستري چې د هندۍ لوبډلې مخکینی روزونکی و او لوبډله یې په نړیوال جام کې تر اتلولۍ ونه شوه رسولای پرې د هندي لوبغاړو ډېرې نیوکې وې؛ له ده سره به وخت ناوخت اوسني لوبډلمشر ویرات کولي لانجې هم کولې او شستري به یې په ناسم مدیریت ګرم باله.

خو اوس یو ځل بیا هندي کرکټ بورډ په ریوي شستري د دوه نیمو کلونو لپاره باور وکړ او د هندۍ لوبډلې د مشر روزونکي په توګه یې وګوماره.

د هندي کرکټ بورډ د رهبرۍ د سالاکارې کمېټې مشر، کپيل ډیو د اګسټ په ۱۶ مه نېټه د یوې غونډې په ترڅ کې پرېکړه وکړه، چې پخوانی روزونکی یو ځل بیا رېټېن کړي یا یې واخلي.

د ریوي شستري په روزنه کې هند له اسټرالیا څخه په اسټرالیا کې د لومړي ځل لپاره ټېسټ سیریز وګاټه، د ده په روزنه کې هندۍ لوبډلې ډېر پرمختګ وکړ، رېنکېنګ کې یې تر لومړیو مقامونو پلونه کېښودل او د هسک پر لور یې تګ وکړ.

خو د ۲۰۱۹ م کال نړیوال جام څخه وروسته د ریوي شستري دنده پای ته رسېدلې وه؛ له دې ۴۵ ورځې وروسته یې یو ځل بیا برخلیک معلوم شو.

هندوستان له نړیوال جام وروسته له ویسټ انډیز څخه په ویسټ انډیز کې د یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو لړۍ وګټلې.

د هندوستان د کرکټ د کنټرول ادارې د مشر روزونکي پوسټ یا مقام ته شپږ کسان شارټ لېست کړي وو.

د افغانستان پخوانی مشر روزونکی فېل سېمونس، مایک هېسن، ټام مودي او ځېنې نور کسان د دې دندې لپاره نوملړ کې انتخاب شوي وو؛ خو شستري بېرته دا مېدان وګاټه.

د هندۍ لوبډلې پخوانیو لوبغاړو هر یو کپیل ډیو، انشوما ګایکواډ او شانتا کپیل د جمعې په ورځ رسنیو ته په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې ټام مودي، مایک هېسن او ریوي شستري ترمنځ سخته سیالي روانه وه، چې بالاخره ریوي غوره وګڼل شو.

شستري به په ۲۰۲۰ م کال شل اوریز نړیوال جام کې هندۍ لوبډله رهبري کړي، که دا نړیوال جام هند ښه ونه لوبوي، ښایي په نوموړي بیا انتقادونه زیات شي او له دندې لرې کړل شي.

هغه له ۲۰۱۵ کال څخه د دریم ځل لپاره د هندۍ لوبډلې مشر روزونکی شو.

د ده د روزنې پرمهال پاکستان له هندوستان څخه د قهرمانۍ جام سیالیو اتلولي یوړه او د ریوي شستري د روزنې ترڅنګ یې د ایم ایس ډوني لوبډلمشرۍ ته هم ستر زیان ورساوه.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی