د ولسي جرګې غړي: په افغانستان کې د جګړو زیاتېدل د امریکا خپل پلان دی

د ولسي جرګې غړو نن ددغه جرګې په عمومي غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې امریکا په لوی لاس په افغانستان کې جګړې پراخوي او غواړي منځنۍ اسیا ته خطرونه جوړ کړي.

د ولسي جرګې غړي عباس ابراهیم زاده په خپلو خبرو کې وویل چې امریکایان له افغانستان نه دي وتلي بلکې د ترهګرو ډلو تر څنګ ولاړ دي او جګړو ته یې ادامه ورکړې ده.

دده په وینا امریکا دلته په دې لټه کې ده چې جګړې پراخې شي او منځنۍ اسیا ته له دې ځایه ترهګرۍ ډلې لار پیدا کړي.

هغه پر طالبانو هم غږ وکړ چې د سولې له پروسې سره یو ځای شي او په خبره یې د امریکا د پلانونو ښکار دې نه ګرځي.

د ولسي جرګې نورو غړو هم وویل چې امریکا یوازې د خپلو ګټو په لټه کې ده او د افغانستان حکومت او خلک دوی ته ارزښت نه لري.

دوی له طالبانو وغوښتل چې جګړه ودروي او د سولې له پروسې سره یو ځای شي، څو په دې توګه دلته روانې نړیوالې توطئې ختمې شي.

بلخوا امریکا په افغانستان کې د بې پيلوټه الوتکو او استخباراتي عملیاتو پر څرنګوالي او طرحو بحثونه پيل کړي دي.

امریکايي رسنۍ وایي د بایډن اداره، په تېره بیا امنیتي ادارې پر دې کار کوي چې څنګه کولی شي، چې د سرتېرو تر وتلو وروسته د بې پیلوټه الوتکو په مرسته په افغانستان کې احتمالي ګواښونه له منځه یوسي او له دغه هېواد نړیوالو ته پېښېدونکي ګواښونه ختم کړي.

د بایډن حکومت ته نږدې سرچینو رسنیو ته ویلي چې ښایي په پرمختللې توګه د بې پيلوټه الوتکو پر مټ په افغانستان کې وضعیت وڅارل شي او هغه ډلې او کسان به په نښه کېږي چې ترهګریز فعالیتونه ترسره کوي او یا هڅه کوي نړیوالو ته خطرونه جوړ کړي.

د امریکا د استازو مجلس غړو هم رسنیو ته ویلي چې ښایي امریکا د ځان او ملګرو د امنیت لپاره په افغانستان کې اغېزناکې طرحې وړاندې کړي.

استازي وایي تر ټولو ښه لار دا ده چې له یوه بل هېواد په افغانستان کې وضعیت و څارل شي.

امریکایي رسنۍ داسې مهال دغه راپورونه ورکوي چې امریکايي ځواکونه له افغانستان وتلي خو په هېواد کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ جګړې اوج ته رسېدلې دي.

فرید هوتک؛ د پاکستان پر وړاندې اعلان شوي نوملړ سره ۸۵ سلنه افغانان موافق دي

by سمیع الله درانی in سپورټ

  د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک په خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، چې د پاکستان پر وړاندې درېیوو یو ورځنیو لوبو ته له اعلان شوې لوبډلې ۸۵ سلنه هېوادوال راضي دي او یاده لوبډله یې وړ ... نور ولولئ