د ولسمشر غني نننۍ وینا: له طالبانو څخه د پوښتنو په کولو ور ټوله وه

ولسمشر غني وایي دوی ته ثابته شوې چې طالبان د سولې نیت او اراده نه لري.

ولسمشر غني نن د لوی اختر د لمانځه تر مراسمو وروسته د خبرو پر مهال وویل چې افغان حکومت د سولې اراده او نیت لري او دوحې ته د وروستي پلاوي په لېږلو یې دا نیت ثابت کړ.

هغه وویل نړیوال باید په دې پوه شي چې طالبان د جګړو له لارې ځان بریا ته رسول غواړي او د سولې لپاره هېڅ نیت او اراده نه لري.

هغه د خوشي شوو طالب زندانیانو په اړه وویل چې دا لومړۍ د نړیوالو تېروتنه وه او دویم د هغو کسانو تېروتنه وه چې فکر یې کاوه د بندیانو په خوشي کولو به سوله راځي.

د ولسمشر په وینا دغه خوشي شوي بندیان دمګړی د جګړو په لیکو کې دي او نړیوالو ته هم ثابته شوه چې طالبان پر ژمنو عمل نه کوي.

ولسمشر غني همدا راز ټینګار وکړ چې طالبان لا هم له ترهګرو ډلو سره اړیکه لري، صحرايي محکمې کوي، عامه تاسیسات ورانوي، جوماتونه په بمونو الوزوي او په افغانستان کې یې جګړو ته ادامه ورکړې ده.

ولسمشر په خپلو خبرو کې دا هم وویل چې طالبان لا هم په پاکستان کې امن مرکزونه لري او له دې ځایه په افغانستان کې جګړې کوي.

ولسمشر غني یو ځل بیا پر نړیوالو نیوکه وکړه چې پر طالبانو یې باور وکړ او داسې یې انګیرله چې ګواکي دغه ډله سولې ته ژمنه ده.

نوموړي دا هم وویل چې د طالبان کړنې نه دیني مشروعیت لري او نه هم ملي، نو ځکه یې جګړه ناروا ده او هېڅ راز دیني توجیه نه لري.

ولسمشر غني زیاته کړه، چې طالبانو په افغانستان کې دیني او ملي مشروعیت له لاسه ورکړی دی.

ولسمشر غني د پوښتنې په شکل له طالبانو وپوښتل چې ایا پاکستان چې ستاسو ملاتړ کوي او تاسو ته یې پناه درکړې ده تاسو کله هم د پاکستان د نظام او اساسي قانون په اړه پوښتنه کړې ده؟

وروستي مطالب