د وطن یوه خاموشه او دردېدلې چېغه، چې ناهیلې نشوه او نه ماتېدونکي ده. د “مریم امرخېل ” ژوند لیک!

 

“مریم امرخېل ” په خپله ستومانه او وروسته پاتې ټولنه کې یو بیدار فکر او د معارف روښانه څلی دی.

هغه ټولنه، چې د کتاب و قلم نه محرومه او ناخبره وه، دغسې یوه پیغبره یې ورکړه.

مریم وایې:

ما له اووه کلنۍ چې کله د ځان د تعلیم فکر او مینه لرلې د نورو نجونو لپاره مې هم د تعلیم هڅې پیل کړي؛ کور په کور به کلي کې ګرځېدم. پلار به مې لاسنیولی د هرې همزولې د پلار مخ ته دراوه، چې هغوی ښوونځي ته پرېږدي.

په کور کې مې نجونو ته درس ورکاوه او مشرانو ښځو ته مې د قرانکریم سبق ورښوده.

ـ پلار د لوڼو ګوته نیسې لومړني قدمونه ورزده کوي، خو د مریم پلار هغه ځواک و چې ده یې نه تنها لاسنوی وکړ، بلکې په دغه نرواکه ټولنه کې یې د ازادۍ وزرې شو.

د پلار په ملتیا یې د کلي دوه سوه نجونو ته ښوونځی جوړ کړ…

مریم وایې:

کتاب سره مې کوچنیوالي کې دومره مینه لرله، چې کله به مې غوا په پولو پیوله، نو په ډاډه به مې یې کتاب مطالعه کاوه. که به مې د غره په لمن کې رمې پیولې او که به مې باغونه ساتل، هم به مې کتابچه کې لیکل کول.

«خلاصه زه په ښوونځي مینه وم.»

زما د ژوند ترخې ورځې هغه مهال پیل شوي؛

کله چې مې ښوونځی وسوځېده، هغه مې ډېرې دردمنې شېبې وي، چې هېڅکله به مې هېرې نشي. هلته مې د سلګونو کلیوالو همزولو هیلې خاورې شوې…

هغه وخت، چې په ټول ښوونځي کې یوازې پاتې شوم، ښوونکو راته وویل چې نور ښوونځي کې نجونې نشته، یو تاته ښوونکی نه درېږي.

د مایوسۍ انتها وه او تورې ورځې وې. دوه میاشتې داسې ناروغه شوم چې ستونی مې بند شو او تبې مې کولې، بلاخره زما د رنځ طبیب پلار مې کابل کې د ماما سره وغږیده، چې د دې برخه غله به درکوم، مریم به دا پاتې ښوونځی دلته ووایي.

هماغه و، چې کابل ته راغلم، د ژوند د سختو شېبو پیل و؛ په ټکي فارسي نه پوهېدلم.ډېرې سختې ورځې وي. د کلي مستې هوا چې کله مې په ټوله غریبۍ کې لا مایوسي نه پیژندله له خندا به ورانه وم خو دلته نه خندا او نه په خوښه ژوند وه، هر څه نوې او بدل و.

د ښوونځي اوله ورځ مې یادېږي؛ ګردې جامې وې دوه درې ځایه مې مور پیوندونه ورکړي وه، کله چې سرښوونکې ولیدلم ویې پوښتلم لا مې ځواب نه و ورکړی، چې په مخ مې د څپیړې ګوزار وخوړ، پس له هغې ورځې تر څو مې چې ښوونځی خلاصېده، د یوې اطرافۍ او بې سویه نجلۍ په نوم مشهوره شوم. تر څنګ به مې هېڅوک نه کېناستل .

ما هم په پنځلس ورځو کې ټول مضامین مخانیک زده او لومړۍ څلورنیم میاشتنیو ازموینو کې درجه کې راغلم داسې چې ټول مې حیران او ملګري کړل، چې بیا په ښوونکو تر ټولو ډېره ګرانه وم، خو نجونې بیا هم راسره نه کېناستي، ځکه زما ګردې او زړې جامې د چا ملګرې نه وې…

مریم زیاتوې:

هغه ورځې هم خدای راوستي؛ پوهنتون ته د کامیابېدو سره مې خپله کوچیاني جامې ګنډلې او په کوټې سنګي کې مې پلورلې. حجاب به مې کړی او مخ پټې به ولاړه وم.

کابل کې هرې سختي ته ځکه نه پوهېدم، چې هر څه مې په خپل سر وه، ځانته مو کور ونیوه خویندې ورونه مې هم د څنګ له لمنې راوژغورل، کله نا کله به مې راسره ولاړ وړوکی ورور یا خور راته بېهوښه شول، لمر هم راسره خپله ناځوانې کوله.

هم به مې پوهنتون ویل، هم خیاطي کوله. وروسته مې دکانونو سره قرارداد وکړ.

مریم هغه د علم او هنر څراغ دی، چې ښځو یې په هرې تیارې کې له رڼا ته مزل پیل کړی دی.

پس له ماشومانو یې مېرمنې هم د خپل هنر تر چتر لاندې په خپلو پښو ودرولې:

مریم به د شپې کالي ګنډل، په هماغه غریبۍ کې یې ۲۵ ښځو ته د خیاطي ماشینونه واخیستل، هغوی ته به یې قراردادونه ورکول، د هغوی ژوند هم راسره بسیا شو، او بچیانو یې زده‌کړې کولې. وروسته یې ښځو ته په شخصي لګښت د جامو ګنډلو یو ۲۵ کسیزه ګروپ جوړ کړ. چې د همدې هڅو پایله کې یې ۶۰ ښځې په هلمند ولایت کې وروزلې.

مریم وایې،

په ۲۰۱۶م کال کې د سولې جایزې ته نومانده شوم، چې ما سره د بامیانو والي “حبیبه سرابي” هم سیاله نومانده وه، دا چې زما اړیکې دومره لوړې او پراخه نه وي او په دغو سیسټمونو نه پوهېدم هغه جایزه “حبیبې سرابي” واخیسته، خو په معنوي لحاظ هغه جایزه ما ګټلې، ځکه دومره وهڅولم شوم چې باور مې نه کېده د هېواد له سیاستمدار نه واخله تر هنرمندانو او ولسه ټولو وستایلم. ان ولسمشر هم هغه کال وستایلم.

مریم به هر کال نجونو ته کتابچې او د کیسو کتابونه اخیستل، خو په کال ۲۰۱۶م کې یې تعلیمي کمپاین په پکتیا، پکتیکا، میدان وردګ، غزني، لوګر، کاپیسا، کابل، ننګرهار، هلمند، کنړ، لغمان کې پیل کړ . په خپلو ګټلو پیسو یې لس زره ماشومانو ته کتابچې واخیستي او توزیع کړلي، چې مهمه برخه یې کوچیان وه.

مریم وایې،

د کوچیانو د تعلیم لپاره اساسي کار مې لوی هدف دی،ځکه چې د کوچیانو ځینې ښځینه استازي د دوی له نوم په سوء استفادې تجارت کوي. د مریم په وینا، البته نارینه یې نه پیژنې خو دوی په ټوله مانا پیژنې، چې نه کوچیتوب باندې خبرې دي او نه معلومات لري، بس په ځان یې د کوچیانو نومونه ایښي او جعلي تذکرې (هویت) چې نه زده کړې نه شخصیت او هېڅ نور نه لري، دروغجن کرکټرونه دي.

مریم زیاتوې، ان تر دې چې کله د کوچیانو ریاست کې یوه کارکونکې، چې اوس د کوچیانو وکیله ده، د ښوونځي له اسنادو تر پوهنتون تر اسنادو ټول یې جعلي جوړ او د هغه وخت کوچیانو رییس سره جوړجاړی وکړ، چې بلاخره کامیابه شوه.

 

کله چې د مریم په ستوني د جبر ګوتې خښې شوې:

لومړنی د مبارزې و حق غوښتنې غږ مې د هغې په وړاندې پورته کړ، چې له امله یې درې میاشتې په کور کېناستم، حتا د مرګ ګواښونه راته وشول. زما یادېږې پر ما هغه ورځې ډېرې سختې تېرې شوې؛

زما د فیسبوک او نور ټول ادرسونه یې راته وتړل زه بېخي یوازې شوم، زما کمپیوټر یې راڅخه واخیست او راته یې وویل:

 که غږ دې پورته کړ وبه دې وژنو” تر اوسه هم ویره راسره ده، چې هغوی به ما ووژني…

په همدې موضوع مریم دوام ورکوي او یوه بله ترخه بیانوې: ان تر دې چې ارګ کې یې زما د وینا چې د ولسمشر تر مخ مې کوله، د کلیو بیارغونې پروګرام کې، زما پر ځای یوه بله نجلۍ د ننګرهار ولایت څخه د “مروه” په نوم راوسته، زما هغه هڅې چې درې شپې ورځې د کوچیانو ستونزې مې راټولې او بیا ګروپ کې شریکې کړي پرېنښودم چې وړاندې کړم. د وینا وخت کې هغه نجلۍ تر ما مخکې راوبللی شوه او زما وینا یې ولسمشر ته وړاندې کړه، د هغې وروسته یې زما نوم واخیست، حیرانه شوم، ټولې خبرې مې هغې نجلۍ کړي وي. سټیج کې هکه حیرانه وم، خبرې مې وکړې خو نه پوهیدم ولې داسې وشول. وروسته خبره شوم چې ټولو زما مخالفت کړی او هغه نجلۍ یې همدې لپاره رابللې وه، مریم وایې دا ورځې چې رایادوم اوس یې هم لکه تازه زخم، سوخت حس کوم.

د مریم اوسنی هڅې د تعلیم په برخه کې ماشومانو ته:

د کوچیانو ماشومانو ته یې لغمان او ننګرهار کې چې شمیر یې ۴۵۰ تنو ته رسېږي د ښوونځیو جوړولو کار پیل کړی، چې په هکله یې وایې:

د قالینو جوړوني برخه کې مې زده کړې کولي،چې یو امریکایې نه مې غوښتنه وکړه، زما څلور زره ډالره بودیجې ته اړتیا ده، د کوچیانو لپاره مکتبونه جوړوم. نوموړي دوه ورځو کې راته څلور زره ډالر راټول او ما سم د لاسه ښوونځي فعال کړل، چې اوس ماشاالله ډېر عالي پر مخ روان دي.

د مېرمنو حرفوې زده کړو په هکله وایې؛

ننګرهار او کنړ ولایت کې ۱۰۰ تنه مېرمنې ماسره قالینو برخه کې کار کوي، چې ژوند یې بسیا دی، نور زیات پروګرامونه هم دي چې ښایي دلته مربوط نشي.

د لاسي و افغاني قالینو او کالیو کوچني تجارت (زرتار) په هکله مې ځنې وپوښتل:

ـ د افغاني کالیو ایډیا لومړی ما خپره کړه او دا کوم لوی برانډونه چې دي، زما سره یې مشورې کړي او د مرستې غوښتنې کړي، خو نن هغوی مخکې دي، ځکه چې مادي اړخه بسیا دي، خو زما کاروبار ډېر ورو په مخ ته روان دی.

ډېرو مشرانو ته د مرستې په پاره ورغلم خو وه یې نه کړي راسره، هغوی خپل اصول او شرايط درلوده چې ګټې یې پکې وي، کوم چې ما نه دي منلي.

 

ـ د ژوند جالبه خاطره دې څه ده؟

ـ جالبه به درته دا وکړم، چې اوس هم ډېر کله کور کې داسې وختونه راځي، چې ډوډۍ مو له چایو سره خوړلي او هېڅ خرڅ مو نه دی لرلی، داسې وختونه راغلي چې دندې ته ډېر کله په پښو تللې یمه، خو ما کله هم د هغو مېرمنو او نه هم د هغو خیاطانو چې ماسره کار کوي، له پیسو نه دي راخیستي.

د مادي مرستو په هکله مې ځنې وپوښتل، چې په ځواب کې یې وویل،

ـ هېڅ مادي امکانات په واک کې نه لرم، او نه هم چا مادي سپورت کړې یم، خو د معنوي اړخه ډېری هېوادوالو ستایلې یمه، او زما ټوله شتمني د وطن دا کوچني بچې دي، چې زما په وسیله زده کړو ته دوام ورکوي.

ـ د ژوند د ستر ارمان مو!؟

ـ غواړم د “کېږدۍ لړۍ” په ټول هېواد کې د کوچیانو کېږدیو پورې ورسوم، چې په ډېر کم لګښت دغه ماشومان د تعلیم څخه برخمن کړم.

 

د یادونې وړ ده چې، مریم امرخېل، په پښتو ادبیاتو کې د ماسټرۍ تر کچې لوړې زده کړې لري. په شخصي لګښت د کوچیانو ماشومانو لپاره د (کېږدۍ) په نامه ګرځنده ښوونځي مخته وړي او د مېرمنو لپاره د افغاني کالیو وړوکی د (زرتار) په نامه تجارت یې پیل کړی دی.

 

وروستي مطالب