فبروري 25, 2021

د وزګارتیا په بهانه هیواد پریښودل، نورې بدبختیانې زیږولی شي

لیکنه: الله داد مومند
لکه څنګه چې معلومه ده او یو څرګند حقیقت دی، افغانان جنګ جګړو په لوړه کچه له له بدبختیو سره مخ کړي دي او هر برخه یې ورته زیانمنه کړې ده.
که جګړه نه وای موږ به لوړ قدمونه اخیستي او پرمختللي وای. خو لاهم له بده مرغه جنګ جګړې په شدت سره مخ ته ځي او د ګڼو خلکو کارونه یې له خڼد او ځنډ سره مواجه کړي دي.
همدا ستر لامل دی، چې په هېواد کې مو بیوزله، کونډې، یتیمان، ناچاري، غریب، فقیر او وزګار افراد په ډلو ډلو دي او له بدمرغه دا ګراف لا هم پورته روان دی.
نن سباد دې وزګارتیا د هر انسان لپاره په سردردي بدل شوې ده، چې پایلې یې د هېواد، حکومت او خلکو لپاره په تاوان دي.
وزګارتیا، هغه بد نوم دی، چې ډېری وګړي ترې رنځ وړي او دا داسې یوه نابوده پدیده چې د هرچا ژوند منفورو خواوو ته ور ټیل وهي.
یوه ټولنه کې هغه وخت مثبت بدلونونه راتلی شي چې خلک یې بوخت وي او کار وکړي، که داسې نه وي، نو منفي لوري ته ځي.
له ډیرو ځوانانو مې اوریدلي چې چې دوی له وزګارتیا په تنګ کړي دي او د کارونو د نه پیدا کیدو له امله او همدا شان د حکومت د بې غورۍ په صورت کې له ذهني فشار او … نورو ناروغیو سره مخ وي.
له روانو جګړو سببه په دې وروستیو کې کارونو نشتون له امله ګڼ خلک له هېواده په دې موخه نورو مملکتونو ته وکوچیده، چې هلته به بوختیاوې ولري او ژوند به یې اسوده تیره شي، خو دا ارمان هم په سلو کې چېرته د پنځو تنو پوره شي.
خو له دې هر څه سره سره باید موږ لاس په کار شو، خواري وکړو او موقعې وپلټوو.
ډیر کله د کار د نه شتون لامل موږ خپله یوو، یا کار پسې نه ګرځو، یا وړتیا نه لرو او یا هسې بهر ته د تګ بهانه غواړو.
دا سمه ده چې دلته جګړه شته، حکومتي بې غوري شته او نورې ناخوالي هم، اما په دې مانا هم نه ده چې موږ دې ورته تسلیم شو، او خپل ښه ژوند له هیواده بیرون وګورو.
راځئ وګورئ، هغه خلک چې بهر ته تښتیدلي دي، یا اوبو وړي، یا لیوانو خوړلي او یا نیول شوي دي، ډیر کم رسیدلي، خو بیا هم خوشحاله نه دي.
له بدمرغه یو تعداد اشخاص په دې نامه چې بهر به چړچې مزې او ځوړندې ډوډۍ وي او نور… د تیښتې هڅه کوي، خو په حقیقت کې دا خلک په غلط فکر دي او د همدوی د غلطو تصمیمونو له امله به دا هیواد لا نور له بدبختیو سره مخ کړي.
دلته په افغانستان کې د کار نه شتون یو لوی لامل دا دی چې فساد دی او ددې فساد مخه نیولو کې حکومت پاتې راغلی، اما همدا خلک چې بهر ته په ډیرو پیسو او وینو بهولو ځي، که دا انرژي دلته د فساد پر ضد په واقعي سوله ییزه ولسي مبارزه مصرف کړي، ویلی شو چې موږ یوه ښه لوري ته ځو او هیڅوک مو مخه نه شي نیولي.
موږ په دې نامه چې فساد دی، بهر ته تښتو او هر څه مافیاوالو ته پریږدو، هغوی هم ځان لا پړسوي او څومره چې ممکنه وي، موږ تنګوي.
په پای کې هیله ده چې راویښ شو، هم حکومت ملا وتړي او د وزګارۍ مخه ونیسي او هم عام خلک راویښ شي او د هغه څه له امله چې وزګاري رامنځته شوې مخه یې ونیسي.