د ورزش له ګټو ځان خبر کړئ

لیکنه: ساحل اسد

که غواړئ چې له خوشاليو ډک صحتمند او نېکمرغه ژوند ولرئ؛ نو ورزش په ګټو ځان پوه کړئ تر څو بريالي اوسئ.
اوریدلي به مو وي، چې سالم عقل په سالم بدن کي وي؛ هو دا خبره ريښتیا ده، که ورزش وکړئ؛ نو سالم بدن به مو په برخه وي او د سالم بدن په شتون کې سالم عقل حتمي دي.
غواړم دلته د ورزش یو شمېر هغه ګټې دروپېژنم، چې ستاسې لپاره پرې پوهېدل اړین دي.

۱- د وزن په کابو کولو او چاغوالي په له منځه وړلو کې مرسته کوي:
هغه کسان چې زيات وزن لري (چاغ) دي او د خپل چاغښت او وزن له زياتوالي څخه په تکليف دي؛ نو ورزش په خاصه توګه د سهار له طرفه منډه يې د وزن د کمولو او چاغښت لپاره مهمه لاره ده.
۲- ورزش د انسان روغتيا او ذهن ته وده ورکوي.
ورزش کول د نورو ګټو سربېره د انسان په ذهنې روغتيا هم مثبت اغېز کوي.
د انسان په بدن کې د وينې جريان زياتوې.
همدارنګه ورزش د انسان سره مرسته کوي تر څو يو غښتلی او قوي د سترګو نظر ولري او په ښه توګه ليدل وکولای شي.
څېړنو ثابته کړې، چې د پلې مزل کولو پر مهال د پښو تلي د شريانونو له لارې پر فشار اغېز کوي، کوم چې د ماغو ته د وينې جريان زياتوي.
همدا رنګه پلې تګ او منډه د انسان دماغ د ډيمنشيا او الزايمر او داسې نورو ناروغيو څخه ساتي.
۳- اشتها کنترولوي.
زياتره خلک که نن سبا يې وګورو د اشتها له مشکل سره مخ دي، نشي کولای، چې په ښه توګه تغذيه يا خوراک وکړي، چې د ډېرو يې له همدې امله د معدې ستونزه پيدا کيږي؛ نو که غواړئ له دغو ستونزو څخه په امان کې اوسئ نو ورزش وکړئ تر څو يوه سالمه اشتها ولرئ.

۴- ورزش د لوی عمر لپاره اړين دی:
څېړنو ښودلې هغه کسان چې ورزش کوي د هغو په پرتله چې ورزش نه کوي په منځنۍ توګه ډېر او ښه ژوند کوي نو که غواړئ چې اوږد او صحتمند ژوند ولرئ نو ورزش مو د ژوند يوه برخه وګرځوئ.

۵- ورزش مو خوښ ساتي:
هغه کسان چې ورزش کوي تل د خوښۍ او رضايت احساس کوي، چې دا کار تاسې ته فرصت درکوي؛ تر څو له خپلو خپلوانو سره خبرې اترې او ښه چلند وکړئ چې دا د خدای (ج) د ښو نعمتونو څخه يو نعمت دی نو که غواړئ خوښ او خوشحاله اوسئ نو تل ورزش وکړئ او مه يې هېروئ.

۶-ورزش مو طبېعي دردونه له منځه وړي:
زياتره خلک د هډوکو په خاصه توګه د ملا له درد څخه په تکليف وي نو که غواړي له دغه دردونو څخه په امان کې اوسي ورزش وکړئ.

۷- د شپې ښه او ارامه خوب:
زياتره خلک نشي کولای د شپې په ارامه او ښه ډول سره خوب وکړي چې ددغه ستونزو لامل مغزي فشار او ستونزه ده او ورزش په ډېره ښه توګه ستاسې ستړيا او فشار له منځه وړي او تاسې په ډيرې اسانۍ سره کولای شئ په ارامه او ښه ډول سره خوب وکړئ.

۸- ورزش د بدن د انرژي د ډيروالي او استقامت لامل ګرځي:
ډېر خلک په دې باور دي، چې ورزش د دوی د بدن د انرژي د کموالي لامل ګرځي مګر څيړنو دا ثابته کړې هغوی چې ډېر ورزش کوي بدن يې ډېره انرژي او مقاومت لري نسبت هغوی ته چې ورزش نه کوي نو که غواړي چې بدن مو ښه مقاومت او زياته انرژي ولري بايد ورزش وکړئ.

وروستي مطالب