ليکنه: مدثر دعوت
د ورزشي خبريالانو اسيايي کانګرس د افغانستان د ورزشي خبريالانو په لاسته راوړونو پايته ورسيدی.
د ورزشي خبريالانو ۲۲م اسيايي کانګرس چي د ماليزیا به سیلنګور ايالت کې تر سره سو چي د ټولو غړو له خوا د ورزش او ورزشي خبريالۍ د پرمختګ په موخه د غوره پلانونو او برنامو په وېش پای ته ورسېد.
پدې کانګرس کي د افغانستان د ورزشي خبريالانو رئيس سايرځلاند هم برخه اخيستې وه.
د ټولو هيوادونو د مسئولينو سره په جلاجلا ناستو کي سائر ځلاند په دې واتونيدی چي د کوېت، قطر، هنکانګ، هندوستان او پاکستان هېوادونه دا ومني ترڅو په راتلونکي ۲۰۲۰ کال کې په هر ورکشاپ کې افغان خبريالانو ته د ګډون زمينه برابره کړي ،او دنورو پاته هيوادونو سره تر يواندازې مثبتي پايلي ته رسيدلی دی.
اتمر: ټاکنو کې د طالبانو پر ګډون هیڅ ډول اعتراض نه لرو
د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر ویلي چې افغان حکومت په ټاکنو کې د طالبانو له حضور سره هیڅ راز مخالفت نه لري ځکه د ده په وینا دا چاره به پر دغې وسله والې ... نور ولولئ