اپریل 12, 2021

د وخت وتلی نړیوال فوټبالر رونالدینیو له زندان آزاد شو!

Advertisements

د فوټبال په برخه کي د نړۍ پخوانی او وتلی برازیلی فوټبالر پاراګوای هیواد ته داخلېدو په وخت کښي د جعلي پاسپورټ پر استعمالولو نیول سوی وو او له هغه وروسته په پاراګوی هیواد کي زندان ته لېږل سوی وو
د یاد فوټبالر سره د هغه ورور هم د جعلي پاسپورټ د استعمال له امله بندی سوی وو او دواړو ته د ۶ میاشتني زندان سزا اورول سوې وه.
خو اوس تازه هغه د ۱،۶ میلیونه ډالرو په بدل راخوشي سو.

هغه په زندان کي له ۶ میاشتي سزا څخه یوه میاشت تېره کړه، چي اوس به پاته ۵ میاشتي نوري په یوه کور کي تر نظر بند لاندي تېروي.
رونالدینیو او ورور ئې په خپلو ادعاوو کي ویلي وه، چي دوی دوکه خوړلې او دوی فکر کاوه، چي د پاراګوای هیواد د قضا برخي راته یاد پاسپورټونه د تحفې په ډول ډالۍ کړي.
جالیبه خو لا داده، چي رونالدینیو په یاد زندان کي د زندانیانو ترمنځ د فوټبال په سیالیو کي هم ګډون وکړ، چي لوبډلي ئې د ده په وسیله لومړی مقام وګاټه او رونالدینیو د یادو سیالیو تر ټولو مخکښ ګولوهونکی وپېژندل شو.
دا په داسي حال کي ده، چي برازیلیان و پاراګوای هیواد ته پر تګ هیڅ ډول پاسپورټ ته اړتیا نلري.
رونالدینیو او ورور ئې په یوې تبلیغاتي او د کوچنیانو لپاره یوې خیریه خپروني کي د ګډون په موخه پاراګوای هیواد ته سفر کړی وو.
۳۹ کلن رونالدینیو د خپلي برازیلۍ ملي لوبډلي ترڅنګ ګرمیو، پاریس سن ژرمین، بارسلونا، اث میلان، فلامینګو، اتلاتیکو ماډریډ، کرتارو او فلومیننزه فوټبال کلبونو لپاره سیالۍ ترسره کړي دي.
هغه د برازیل لپاره ۹۷ او د کلبونو لپاره بیا ۴۴۱ لوبي ترسره کړي دي، چي د هیواد لپاره ئې په ۹۷ لوبو کي ۳۳ او د کلبونو لپاره ئې بیا په یادو ۴۴۱ لوبو کي ۱۶۷ ګولوهني ترسره کړي دي.
لنډه دا چي د فوټبال نړیوالو مبصرینو رونالدینیو ته د فوټبال په برخه کي د شاعر لقب ورکړی.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي