د واده په اړيکه کې د مینې شتون حتمي دی

څه فکر کوئ ستاسو په نظر له مينې نه پرته واده کول ښه کار دی؟ ايا په دې پوهېږئ چې که له مينې نه پرته واده وکړئ پایلې به یې څه وي؟ ايا غواړئ چې له داسې چاسره واده وکړئ چې نه هغه له تاسو سره او نه تاسو له هغه سره مينه لري؟ د پورتنیو پوښتنو د ځوابونو د ترلاسه کولو لپاره نننۍ لیکنه تر پايه ولولئ!
د واده کولو تر ټولو اړين شرط مينه ده هغه که له واده مخکې وي او يا له واده وروسته. يو خاوند او مېرمن نه شي کولای چې له مينې نه پرته ګډ ژوند په سمه توګه پرمخ يوسي. نو د دې لپاره چې تر واده وروسته خوشاله ژوند ولرئ د خپل راتلونکي ژوند ملګري په اړه ښه غور وکړئ او د واده کولو لپاره داسې کس وټاکئ چې له تاسو سره مينه ولري. د يوه مينه‌ناک ژوند د درلودلو لپاره ستاسو د ژوند ملګری/ې باید درسره مينه ولري او مينه یې تلپاتې وي.
ډېری خلک په دې فکر دي چې تر واده وروسته دوو انسانانو ترمنځ په خپله مينه پيدا کېږي او اړينه نه ده چې انسان د خپل راتلونکي خاوند او يا مېرمنې په اړه ډېر غور وکړي او له هغه سره مينه ولري. دا خبره تر ډېره سمه ده چې د ډېريو انسانانو ترمنځ تر واده وروسته مینه پيدا کېږي خو کله کله داسې هم کېږي چې دوه تنه تر واده وروسته هم نه شي کولای چې له يو بل سره مينه وکړي او دا ستونزه د وخت په تېرېدو سره دومره لويېږي چې خبر ان تر طلاق پورې رسېږي.
نو هڅه وکړئ چې د خپل راتلونکي خاوند او يا مېرمنې په ټاکلو کې ډېر پام وکړئ او له هغه انسان سره واده وکړئ چې ورسره مينه لرئ او يا له تاسو سره مينه لري. مه پرېږدئ چې ژوند ستاسو په اړه پرېکړه وکړي بلکې تاسو د خپل ژوند په اړه پریکړه وکړئ. د هغو انسانانو له ډلې مه اوسئ چې خپل راتلونکی ژوند چانس او قسمت ته پرېږدي، ځکه چانس او قسمت دوه لوري لري، چې يو يې ښه او بل یې بد دی. که چانس درسره ياري وکړي او ژوند مو ښه شي ښه خبره ده، خو فکر وکړئ که چانس او قسمت مو درسره ملتیا ونه کړي بیا څه کوئ؟ ايا تر واده وروسته پښيمانېدل کومه ګټه لري؟
که څه هم پر خپل شاوخوا چاپيريال کې وينو چې ډېری خلک پرته له دې چې له واده نه مخکې يو بل وپيژني اوس له يو بل سره ژوند کوي او خوشاله هم دي، خو پام مو وي چې د واده بنسټيز رکن مينه ده او کېدای شي تر واده وروسته هر څوک مینه ترلاسه نه کړي. اړينه نه ده چې تاسو د واده لپاره داسې کس پيدا کړئ چې هغه کلونه وړاندې پېژنئ او ورسره مينه لرئ، اړينه دا ده که يو انسان تاسو ته د واده وړانديز درکوي او يا بل کس تاسو ته د واده لپاره کوم څوک غوره کړی وي، د هغه په اړه څېړنه وکړئ او د مقابل لوري ځانګړنې له خپلو ځانګړنو سره پرتله کړئ او ووينئ چې ايا په راتلونکي کې ورسره مينه لرلای شئ که نه؟
د ارواپوهنې له نظره له مینې نه پرته د خاوند او مېرمنې اړيکه نه جوړېږي، ياني که مینه وي د ښځې او خاوند اړيکه هم شته او که چېرې مینه نه وي د ښځې او خاوند اړيکه هم نه شته. په ډېر تأسف سره چې زموږ په ټولنه کې ډېری خلک د مينې او جنسي اړيکې ترمنځ توپیر نه شي کولای او داسې فکر کوي چې مینه د انسان هماغه جنسي غريزه ده او د خاوند او مېرمنې ترمنځ جنسي اړيکه په دې معنا ده چې هغوی له يو بل سره مينه لري، خو داسې نه ده. مینه او جنسي اړيکه خورا ډېر توپیرونه لري او هېڅکله د يو بل ځای نه شي نیولای.
له خپل خاوند او يا مېرمنې سره مینه لرل په دې معنا چې دواړه لوري په ټوله معنا يو بل ومني، د يو بل ترڅنګ د خوښۍ او سکون احساس وکړي، له يو بل پرته ژوند ورته ستونزمن وي، له يو بل سره صمیميت ولري، يو بل ته پر خپلو ژمنو ولاړ وي او خپله خوښي د مقابل لوري په شتون کې وويني. نو هڅه وکړئ چې د خپل راتلونکي خاوند او يا مېرمنې په ټاکلو کې ډېر غور وکړئ، د هغه په اړه څېړنې وکړئ، ټولې ځانګړنې یې ووينې او ځان په دې ډاډه کړئ چې په راتلونکي کې به له هغه/ې سره مينه لرلای شئ او د هغه/ې په څنګ کې به خوشاله وئ.

وروستي مطالب