مارچ 5, 2021

د هګیو ډیر ژیړ خوړل د سیګرټو د دریمې برخې په اندازه تاوان لري

ژباړه: محمد صادق کریمزی
که له یوې خوا هګۍ ارزانه او د افغانانو د خوښې غذا ده او د زیاتو پروټینو او کولیسترولو په لرلو سره ډيرې ګټې له ځانه سره لري؛ خو بل پلو په زیاته اندازه خوړل یې یو شمېر زیانونه هم لري.
په همدې تړاو کاناډایي څيړونکو په خپلو څيړنو کې موندلې د هګیو ډیر ژیړ خوړل مو د زړه په ناروغیو اخته کوي.
یاده څيړنه چې په انډپنډنټ ورځپاڼه کې خپره شوې وایي، د هګیو په ژیړو کې شاوخوا ۱۸۶ ملي ګرامه کولیسترول شتون لري او یو بالغ انسان په اوسط ډول د ورځې شاوخوا ۶۲ سلنه کولیسترول ته اړتیا لري.
دغې څيړنه چې په دولس سوه کسانو ترسره شوې څرګنده کړې چې د هګیو په ژیړو کې هغه ماده ډیره زیاته ده چې د وینې د شریانو د بندښت لامل کیږي او د وینې جریان ټکنی کوي چې دغه چاره د زړه دریدو ته لار هواروي.
د څیړونکو په باور د هګیو ډير ژیړ خوړل د سګریټو د تاوان د دریمې برخې هومره زیان لري.
په یوه بله څيړنه چې په چین کې ترسره شوې راغلي؛ د ورځې د یوې هګۍ په اندازه ژیړ خوړل د زړه په برخه کې کومه ستونزه نه پيدا کوي، خو هغوی چې د شکرې ناروغي، زړه ناروغي او یا یې د وینې کولیسترول یې لوړ وي د هګیو له زیاتو خوړلو دې ډډه وکړي.
باید وویل شي چې د هګیو سپین په زیاته پيمانه پروټین لري او ژیړ یې بیا معدني او غذايي موادو بډایه سرچینه ګڼل کیږي، خو هغه چې ډیر زیان اړونکي دي هغه د هګیو ژیړ دي چې په ژیړو کې ډیر زیات کولیسترول شته او په ورته وخت کې د انسان بدن هم خپله کولیسترول تولیدوي چې د کولیسترولو زیاتوالی د وینې بندښت او زړه ناروغیو ته لاره برابروي.