اپریل 23, 2021

د هډوکو د کمزورۍ لاملونه، نښې او درملنه یې

د هډوکو کمزوري یا Osteporosis څه شی دی او څنګه پیدا کېږي؟

ځینې کسان به مو لیدلي وي، چې په ډېر کم عمر کې هم د هډوکو له درده ځوریږي او کړیږي او یا یې هم په کوچنۍ ضربې سره هډوکي ماتېږي دا چې یو انسان کله او ولې له دا ډول ستونزو سره مخ کېږي لاملونه یې څه دي په دې اړه به په دې لیکنه کې معلومات وړاندې شي.

دا ناروغي په دې ډول و پېژنئ:

په هډوکو کې د کلسیمو د کچې کموالی او د هډوکو د طبیعي ځواک کموالی دی، چې د هډوکو د کمزورۍ او ماتېدو سبب کېږي.

لاملونه:
دا چې یو انسان څه وخت او څنګه په دې ناروغۍ اخته کېږي لاملونه یې دا دي.

۱ـ د اوږدې مودې له پاره په خوړو کې د کلسیم او ویټامینونو کموالی د دې لامل کېږي، چې یو کس د هډوکي له کمزورتیا سره مخ شي.

۲ـ په ښځو کې له عقامت (شنډتوب) نه وروسته د استروجن کموالی د هډوکو د کمزورتیا لامل کېږي.

۳ـ په ورځنیو چارو کې د فعالیتونو او ورزش کموالی هم د هډوکو د کمزورتیا لامل کېږی.

۴ـ په خوړو کې د ویتامین C او D کموالی د دې لامل کېږي، چې هډوکي کمزوري شي.

۵ـ د سګرټو او الکولی څښاکو کارول هم د هډوکو او وجود د کمزورتیا لامل کېږي.

۶ـ د تایروید د غدې ( جاغور) زیات فعالیت.

۷ـ سرطانی ناروغۍ هم د هډوکو د کمزورتیا لامل کېږي.

۸ـ ارثیت یا د کورنۍ په نورو غړو کې دا ډول ناروغي یې هم یو لامل ګڼل کېږي.

اړین یا شدید لاملونه یې:
۱ـ د عملیات په واسطه د ښځو د تخمدان لیرې کول.

۲ـ د سرطانی ناروغیو د درملنې له پاره رادیو تراپي.

۳ـ په خوړو کې د کلسیمو، ویتامینونو او پروټینونو کموالی د هډوکو د کمزروتیا لامل کېږي.

۴ـ ډاکتران وایي، چې سکرټ څکول اود الکولو کارونه د هډوکو کمزورتیا دوه برابره کوي.

د دې ناروغۍ نښې:
۱ـ د ملا په تیر او نورو هډوکو کې د درد احساس.

۲ـ په پرمختللی حالت کې د ملا په تیر کې د ناڅاپه درد پیدا کېدل.

۳ـ د ملا د تیر د بڼې بدلیدل.

۴ـ په عادي ګوزارونو یا ضربو سره د هډوکو ماتېدل.

۵ـ د هډوکو ځواک له لاسه ورکول.

د دې ناروغۍ مخنیوی او درملنه یې:
۱ـ د شېدو، مستو او پنېرو ډېر خوړل او نور کلسیم لرونکي خواړه باید و کارول شي. لکه: لوبیا، نخود، غوشه میوې او …

۲ـ په یوه ورځ کې په وقایوي ډول د ۱۵۰۰ ملي ګرامو کلسیمو اخیستل.

۳ـ ورزش کول او پلي تګ د دې ناروغۍ د مخنیوي او درملنې په برخه کې مرسته کوي.

۴¬¬ـ د نشه یي توکو ترک کول.

۵ـ د کار او تګ په وخت کې ځان ته پام کول، تر څو و نه لویږئ او هډوکي مو له ماتېدو څخه و ژغورل شي.

۶ـ د چا چې وزن زیات وي باید خپل وزن کم کړي.

۷ـ د درد د کموالي له پاره د بدن غړي د تودو څیزونو په واسطه ټکور کړئ او د ډېر درد په صورت کې هر ۸ ساعته وروسته ۵۰۰ ملي ګرامه Tab Parastamol او یا Tab Acetaminophen و کاروئ البته دا درمل د ډاکټر په سلا مشورې سره وکاروئ او پرته د ډاکټر له مشورې هېڅ ډول درمل مه کاروئ.

وروستي مطالب