د هوا ګرمښت؛ د پوستکي پر وچوالي يې اغېز څه دی؟

لیکنه او راټولونه: عایشه حیدري

موږ ټول په خپل ورځني ژوند کې وينو چې د هوا له ګرمېدو سره سم زموږ پوستکی له وچوالي سره مخ کېږي او دا وچوالی زموږ ارامتیا له منځه وړي او ان زموږ د ښکلا د له منځه تللو لامل کېږي.

دا چې په تودو موسمونو کې ولې زموږ پوستکی له وچوالي سره مخ کېږي او لاملونه یې څه دي، غواړم په دې اړه تاسو ته معلومات درکړم، د لیکنې تر پایه مې ملتیا وکړئ!

لومړی: په بدن کې د اوبو کمښت

ډېری خلک چې د خپل پوستکي د وچوالي نه کړېږي تر دې وروسته چې ډاکټر ته مراجعه کوي، ډاکټر ورته د ډېرو اوبو د څښلو توصیه کوي، ځکه چې د دې ډول خلکو د بدن اوبه کمې وي او د بدن د اوبو د کمښت اغېزې یې په پوستکي باندې هم اغېز کوي او د پوستکي د وچوالي لامل کېږي او ان کله کله د پوستکي د چاودو لامل هم کېږي او که د وخت په تېريدو یې درملنه ونه شي دغه وچوالی او چاودې په ټپونو بدلیدلی شي.

په داسې حالاتو کې باید د ډېرو اوبو څښلو ترڅنګ ډېر نور تاوده مايعات هم وڅښل شي تر څو د بدن د اړتیا وړ اوبه پوره شي او بدن د پوستکی له وچوالي نه وژغورل شي.

دویم: په بدن کې د غوړيو کمښت

د دې ترڅنګ چې په بدن کې د اوبو کمښت د پوستکي د وچوالي لامل کېږي، په بدن کې د غوړو کمښت هم د پوستکي د وچوالي لامل کېږي.

په دې وخت کې د انسان بدن غوړو ته اړتیا لري او ښه به وي چې د خوړو له لارې د بدن د اړتیا وړ غوړ پوره شي. د پوستکي دا ډول وچوالی پوستکي ته ډېر زیان رسولای شي او د درملنې لپاره یې باید ژر تر ژره ډاکټر ته مراجعه وشي.

درېيم: صابون

د کال په ګرمو موسمونو کې د صابون ډېر کارول هم د پوستکي د وچوالي لامل کېدای شي. له صابون سره د مخ، لاسونه او يا نور بدن مینځل زموږ د پوستکي د وچوالي لامل کېږي.

ځکه چې په صابونونو کې داسې کیمیاوي مواد شتون لري چې په استعمالولو سره یې د انسان د پوستکي د وچوالي لامل کېږي.

څلورم: د اينځلو نور توکي

د دې ترڅنګ چې د ګرمۍ په موسم کې د صابون ډېر کارول د پوستکي د وچوالي لامل کېږي د ځينو نورو کيمياوي موادو او د مینځلو د توکو کارول هم د پوستکي د وچوالي لامل کېږي، ځکه چې په عمومي ډول کيمياوي مواد د پوستکي په وچوالي کې ډېره اغېزه لري.

پينځم: د موسم بدلون

د پورتنیو لاملونو ترڅنګ د موسم بدلون هم د پوستکي د وچوالي لامل کېدای شي، دا ځکه چې د انسان پوستکی له يو ډول هوا سره اموخته وي او څنګه چې موسم بدلون ومومي د انسان پوستکی هم ورسره بدلون کوي له همدې امله د موسم بدلون هم د پوستکي د وچوالي لامل کېږي.

په پای کې د دې يادونه اړينه ده چې که تاسو هم د پوستکي د وچوالي سره مخ ياست ښه به وي چې له خاورو او دوړو څخه ځان وساتئ، ځکه خاورې او دوړې د پوستکي د وچوالي د ډېروالي لامل کېږي او پوستکي ته نه جبرانېدونکي زیانونه رسولای شي.

وروستي مطالب