د افغانستان او ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په دریمې ۲۰ اوریزه سیالۍ کې د باراني هوا خراب حالت د لوبې د لغوه کیدو لامل وګرځید.
افغان لوبډله یو بل کلین سویپ ته انتظار وه، خو د هوا حالت کوربه لوبډلې ایرلینډ سره مرسته وکړه او د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ سیالي لغوه اعلان شوه.
که څه هم دریمه ۲۰ اوریزه لوبه ترسره نشوه، خو افغان لوبډلې لا د وړاندې په دویمه سیالۍ کې سیریز کې ۲ د ۰ مقابل کې په خپلې ګټې را څرخولی و.
د ایرلینډ په کوربه توب د افغانستان او ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې ۲۰ اوریزه او درې ۵۰ اوریزه سیالیو لړۍ پلان شوې ده، چې پکې افغان لوبډلې په لمړي سیریز یا د لوبو پرلپسې لړۍ کې ۲ د ۰ مقابل کې ایرلینډ ته ماتې ورکړې.
افغان لوبډلې په لمړۍ سیالۍ کې د ۱۶ او دویمه سیالۍ کې د ۸۱ منډو په توپیر سره بریاوې خپلې کړې.
په دې سیریز کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لخوا حضرت الله ځاځی په توپ وهنه کې تر نورو لوبغاړو ښه وځلید او په دوه سیالیو کې د ۱۵۶ منډو په جوړلو سره هم د لوبو او هم د سیریز غوره لوبغاړی اعلان شو.
د درې سیالیو په دې سیریز کې د افغان بالرانو لخوا په توپ اچونه کې راشد خان ۷ او مجیب ځدران ۵ ویکټې ترلاسه کړې.
افغان کرکټ ملي لوبډلې په روان ۲۰۱۸ م کال کې لمړی د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې ته کلین سویپ یا په درې پرلپسې ۲۰ اوریزه سیالیو ماتې ورکړې، خو ورپسې یې اوس ایرلینډۍ لوبډله په نظر کې وه، چې باراني هوا د ایرلینډ په ګټه تمامه شوه.
د دواړو افغانستان او ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې ۲۰ اوریزه سیالیو لړۍ پای ته ورسیده، خو د راتلونکې دوشنبې په روځ د درې ۵۰ اوریزه لوبو سیریز هم پیلېدونکی دی.
د یادونې وړ ده، چې افغان کرکټ ملي لوبډله به د ایرلینډ خلاف د درې ۵۰ اوریزه سیالیو د ترسره کیدو وروسته د اسیا جام ۵۰ اوریزه سیالیو ته د تیاریو په موخه متحده عربي اماراتو ته سفر وکړي.
د اسیا جام ۵۰ اوریزه سیالۍ د راتلونکې سیپټمبر میاشتې په ۱۵ مه نیټه د ۶ لوبډلو افغانستا، پاکستان، هندوستان، سریلنکا، بنګله دیش او یوه بله لوبډلې په ګډون سره پیل کیږي، چې لا تر دې مهاله شپږمه لوبډله نه ده په ډاګه شوې.
د بې وسۍ انتها؛ پلار مې پڼځوس کلن بوډا ته واده کړم
Advertisements سهار وختي له کوره د پوهنتون په لور پر لاره و، چې ناڅاپي مې سترګې په يوې داسې مېرمن ولګېدې، چې ظاهري حالت يې له وايه وضاحت ته اړتيا نه درلوده. تر ستړي مشي ... نور ولولئ