د هند په راجستان کې د کرکټ په ټورنمنټ کې د طالبانو په نامه لوبډله باندې بندیز ولګېد

د هندوستان په راجستان ایالت کې یو سیمه ییز کرکټ ټورنمنټ پیل شوی دی.

په دې سیالیو کې یوه لوبډله د طالبانو په نامه وه، چې لومړۍ لوبه یې ترسره کړه.

خو کله چې دا لوبډله ولوبېده، د نړۍ زیاتره سترو رسنیو په دې لوبډله راپورونه جوړ کړل.

لوبې د راجستان  ایالت په جېسلمر ولسوالۍ کې د بانیانا په کلي کې جریان لري.

دا چې د اګسټ په ۱۵ مه ۲۰۲۱ کې طالبانو د افغان پر ولایتونو ولکه ټینګه کړه، له هغه وخته افغانستان د نړیوالو رسنیو د سرټکی دی.

دې چارې کرکټ ته هم مخه وکړه او د هند کلیو ته یې هم سر ووت.

کله چې د طالبانو په نامه لوبډلې په لوبو کې ګډون وکړ؛ نو دا چاره د لوبډلو د غړو ترمنځ په یوه جنجالي مسئله واوښته.

ډېری لوبغاړو او د سیمې اوسېدونکو په دې توندې نیوکې وکړې.

بالاخره د لوبو تنظیموونکي مجبور شول، چې بخښنه وغواړي او لوبډله له سیالیو لېرې کړي.

د طالبانو ټیم لومړۍ لوبه وکړه دا لوبه یې وبایلله او له هغې وروسته پورې پوره بندیز ولګېد، چې بیا به داسې لوبډله په لوبو کې نه شرېکېږي.

 

ولې د طالبانو لوبډله له سیالیو حذف شوه؟

کرکټ د ساعت تېرۍ لوبه ده او زیاتره وخت ترې هېوادونه په سیاست کې هم استفاده کوي.

په ځانګړي ډول تر ۲۰۰۰ کال پورې به خلک د پاکستان او هند لوبې ته ډېر لېواله وو، ځکه دې لوبو کې سیاسي رنګ زیات وو او لوبغاړو به یې د یو بل پر وړاندې خورا تونده لوبه کوله.

که څه هم لوبغاړي به په لوبغالي کې صمیمي وو، خو له زړونو یې یو الله ج خبر و، چې یو بل ته په زړونو کې څومره خیرن وو.

خو بل پلو د هېوادونو ولسونو ډېره پورې لوبه سیاست ته اړوله، که هند به لوبه وګټله؛ نو د پاکستان په لوبډله به انتقادونه کېدل او بالاخره خلکو به په کورونو او دوکانونو کې په پاکستان کې تلویزیونونه ماتول.

خو کله چې له ۲۰۰۰ کال وروسته افغان لوبډله رامنځته شوه؛ نو دلته د لوبډلو ترمنځ د افغانستان او پاکستان لوبډلو هم سیاسي رنګ واخیست.

لوبې یې له جذبو او لېوالتیاوو ډکې وې.

د دواړو هېوادونو وګړو لوبو ته سیاسي رنګ ورکړ.

همدارنګه دا چې طالبان د پاکستان له ملاتړه برخمن دي؛ نو هند هم نه غواړي چې افغانستان کې دې داسې یو حکومت وي، چې د پاکستان پرې زهر او خاطر زیات وچلېږي.

دا چې اوس طالبان افغانستان کې واکمن دي؛ نو هند هم یو ډول نه یو ډول ځان خواخوږی ښيي.

نو په کلیواله کچه یې هم د طالبانو راتګ یوه سیناریو ښکاري او په لوبو کې یې د طالبانو لوبډله ورداخله کړه، دا چې زیاتره بهرنیان په یو ډول نه یو ډول له طالبانو سره تضاد لري؛ نو ډېر ژر یې د طالبانو په نامه لوبډله باندې غبرګونونه وښودل او د دې لوبډلې د لېرې کولو غوښتنه یې وکړه.

اوس په ګوګل کې د طالبانو کرکټ کلب په نامه ډېری ډیزان شوي عکسونه پېدا کېږي، چې له لونګي سره ولاړ دي او کرکټ کوي.

ښایي له دې څخه موخه دا وي چې د طالبانو په حکومت کې به افغان لوبډله د نړۍ ګوټ ګوټ ته د لوبو لپاره سفرونه کوي او مشرۍ د طالبانو حکومت کوي.

 

 

وروستي مطالب